د «۱۰۰» پونډه جریمې په قضیه یې ۳۰زره پونډه لګښت وکړ خو لا یې هم ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): لندن کې یوه کس د «۱۰۰» پونډه چې ۱۱زره افغانۍ کیږي – جریمې په قضیه شاوخوا «۳۰۰۰۰» پونډه لګښت وکړ خو پایله کې یې هم قضیه وبایلله.

د ۲۰۱۶م کال په نومبر میاشت کې ترافیکي پولیسو د «رچرډ کیډوال» په نوم یو تقاعد شوی انجینر هغه مهال ۱۰۰ پونډه جریمه کړ چې موټر یې له ټاکلي سرعت څخه چټک زغلولی و.

د سرعت قانوني اندازه ۳۰ میله په یوه ساعت کې وه خو نوموړي په دغه ځای کې ۳۵ میله په یوه ساعت سرعت سره موټر چلولی و چې د ترافیکي پولیسو لخوا ۱۰۰ پونډه کوم جریمه شو.

خو کیډوال وایي چې د نوموړي موټر په ساعت کې له ۳۰ میله په کم سرعت کې و، ترافیکي پولیسو پر ده ناسمه جریمه لګولې ده، ددې لپاره یې په محکمه کې قضیه ثبت کړې وه چې تر دوه نیم کالو یې دوام وکړ.

په دغه موده کې یاد شخص پر قضیه ۳۰زره لندني پونډه چې شاوخوا ۳ ملیونه افغانۍ کیږي لګښت وکړ خو محکمې پریکړه وکړه چې په هر حالت کې به نوموړی د ترافیکي پولیسو لخوا لګول شوې جریمه ورکوي.

Image result for Retired engineer, 71, spends £30k and still loses

د کیډوال د وینا سره سم چې نوموړي فکر کاوه قضیه به په یوه یا دوه اوریدلو کې بشپړه شي خو د عدالت نه موندلو له کبله یې قضیه تر دوه نیم کالو وځنډیده، کیډوال وایي چې بېلا بېلو قوانینو د عامو خلکو ژوند سخت او ذلیل کړی دی.

د  نوموړي په وینا چې د خپلې خبرې ثابتولو لپاره یې تخنیکي ماهر هم محکمې ته د قاضي پرمخ وړاندې کړ خو هغه یې له خبرې اوریدلو انکار وکړ او پر ده یې جریمه اجباري وګرځوله.

خو کیډوال ځایي رسنیو ته ویلي چې د یادې قضیې ګټلو لپاره سترې محکمې ته ځي او اوس د هغې په چمتو والي بوخت دی، نوموړی زیاتوي چې که څه هم په قضیه به له نور ستر لګښت سره مخ کیږي خو د عدالت ترلاسه کولو لپاره به تر وروستۍ شیبې خپل کوښښ جاري ساتي.

Image result for Retired engineer, 71, spends £30k and still loses

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د