
زمبابوې ته له ماتې ورکولو وروسته افغان لوبډله نن بنګلديش سره مخ کيږي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د درې اړخيزه سیریز په لړ کې به نن یکشنبه خپله دویمه سیالۍ د بنګلدیش لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.
تېره ورځ افغان لوبډلې د زمبابوې لوبډلې پر وړاندې سیالۍ د نجیب ځدران، محمد نبي او رحمان الله ګربز په ځلیدلو سره د ۲۸ منډو په توپیر بریا خپله کړه.
د درېیو هېوادونو (زمبابوې، افغانستان او بنګلدیش) کرېکټ د شل اوریزو سیالیو سیریز د جمعې په ورځ پېل شوي چې زمبابوې په دواړو لوبو کې ماتې او بنګلدیش او افغانستان بریا خپله کړې ده.
د زمبابوې پر وړاندې سیالۍ کې نجیب ځدران او محمد نبي په ګډه ۱۰ شپږیزې ووهلې چې ۷ یې په پرلپسې ۷ توپونو وې، په دې کې نبي ۴ او نجیب ۳ اسمان څکې شپږیزې ووهلې، دوی دواړو په ۴۰ توپونو ۱۰۷ منډې ملګرتیا کړې وه.
دغه سیالۍ چې په بنګلدیش کې ترسره کیږي هره لوبډله ۴ سیالۍ کوي، چې پایله کې به دوه مخکښ لوبډلې د روانې سپتمبر میاشتې په ۲۴مه نېټه پایلوبه کې مخامخ کیږي.