امریکا وايي د سعودي تېلو پر چڼځايونو برید کې د ایران لاس دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل):  د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي، سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو د بې پيلوټه الوتکې برید کې د ایران لاس دی.

پامپيو يمن کې د حوثي ملېشو هغه ادعاوې رد کړې، چې د سعودي بقیق او خریص ښارونو کې يې د تېلو پر دوو چڼځايونو د بې پيلوټه الوتکې په واسطه لس بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له امله د تېلو په صادراتو کموالی راغلی دی.

د سعودي د انرژي وازرت وايي، د تېلو پر چڼځايونو د بریدونو له امله د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه ۵۷ لکه بيرل کموالی راغلی، چې د سعودي د ټولو تېلو د صادراتو پنځوس سلنې سره برابر دی.

کارپوهان وايي، دې پېښې سره د تېلو په بيو کې هم په نړيواله کچه زياتوالی راتلی شي.

په خپرو شوو ويډيوګانو کې ښکاري، چې د بقيق تېلو چڼځای کې د ډرون برید له امله لګېدلي اور پراخ زيانونه اړولي او همدارنګه خریص کې هم د تېلو پر بل چڼځای برید له امله اور لګېدلی دی.

سعودي، متحده عربي امارات او لويديځ هېوادونه د يمن ولسمشر منصور عبدربه د نسکور شوي حکومت په ملاتړ يمن کې د حوثيانو پر ضد جګړه کوي، خو ايران د حوثيانو ټينګ ملاتړ کوي.

اوس، چې د سعودي د تېلو پر چڼځايونو بریدونه شوي، د امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، داسې کوم دليل نه شته، چې دا بریدونه دې د يمن له خاورې شوي وي، بلکې دا برید د ایران له لوري شوی دی او د نړۍ هېوادونه بايد د ایران دا کړنه وغندي.

پومپیو اندېښنه ښکاره کړې، چې کېدای شي د دې پېښې له امله نړيوالو مارکيټونو ته د تېلو د لېږد چارې ټکنۍ شي.

د سعودي حکومت ويلي، د تېلو پر دواړو چڼځايونو د شوو بریدونو له امله لګېدلی اور يې مړ کړی، خو د پېښې د عاملينو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

په يمن کې ایران پلوو حوثي ملېشو ويلي، سعودي کې يې د تېلو پر دوو چڼځايونو لس ډرون بریدونه کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د