افغانستان

عبدالله عبدالله: اشرف غني سوداګر ګواښي، څو له نوموړي ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «عبدالله عبدالله» د ګډ حکومت په مشر «اشرف غني» تور پورې کړی، چې تجارت کوونکي د زور له لارې هڅوي، څو له نوموړي ملاتړ وکړي.

عبدالله عبدالله چې په کابل کې یې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « اشرف غني تجاران د زور له لارې خپل ملاتړ ته هڅوي او هغوی ته ګواښونه کوي، که چېرې له دولت ساز ټیم ملاتړ ونکړي، تجارت به یې وران شي او قضايي ارګانونو ته به وروپېژندل شي».

نوموړي زیاته کړه « خپله اشرف غني د خصوصي  سکټور غړي ګواښي، دغه ګواښونه شپه او ورځ دوام لري، هغوی ته وایي چې یا راسره په کمپاین کې برخه واخلئ او یا هم د کمپاین د بشپړولو په موخه پیسې راکړئ».

عبدالله ددې ترڅنګ د ګډ حکومت په مشر تور پورې کړ، چې له دولتي امکاناتو څخه په شخصي کمپاین کې کار اخلي او په ارګ کې واقع «توحید مرکز» کې  ویډیویي مجلسونه د خپل کمپاین په موخه رابولي.

نوموړې له دې سره، سره د ټاکنو له کمېسیون وغوښتل، چې د اشرف غني د یادو کړنو مخه ونیسي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x