انډيپينډينټ ورځپاڼه: امریکايي سياستوال له افغانستانه د خپلو عسکرو ويستل غواړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د برتانيې انډيپينډينټ ورځپاڼې ليکلي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره له نهو مياشتو مذاکراتو په کابل کې پر امريکايي پوځيانو له برید وروسته د سولې خبرې لغوه کړې، خو د ټرمپ سربېره د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما هم غوښتل، چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوي او خپل عسکر بېرته خپلو کورونو ته ولېږي.

د ورځپاڼې په وينا ډېری امریکايي سياستوال په دې فکر دي، چې د افغانستان جګړه ختمه کړي او خپل پوځيان خپلو کورونو ته ستانه کړي، خو په دې نه پوهيږي، چې دا څنګه ختمه کړي.

د انډيپينډينټ په باور ډېری امریکايي سياستوال اندېښنه لري، که امریکا دغه جګړه ژر ختمه کړي، د افغانستان له خاورې به يو ځل بیا امریکا ته ګواښ پېښ شي.

انډيپينډينټ ورځپاڼې دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ له طالبانو د سولې خبرې په داسې حال کې لغوه کړې، چې امریکا او طالبان د مسودې په نهايي کولو هوکړې ته رسېدلي وو او يوازې د لاسليک نېټه او ځای اعلان ته په تمه وو.

لويديځې رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره کې د افغانستان جګړې په اړه پراخ اختلافات روان دي، خو ټرمپ او د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو سربېره يو شمېر لوړپوړي چارواکي د دې جګړې د پای ته رسولو غوښتونکي دي.

د ملي امنيت سلاکار جان بولټن په ګډون يو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له طالبانو سره د سولې مخالف و او د رپوټونو له مخې ټرمپ د همدې دريځ له امله له دندې ګوښه کړ.

د امريکا ايکانوميسټ مجلې او نورو رسنيو ليکلي، امریکا د زور له لارې دا افغانستان جګړه نه شي ګټلی او مجبوره ده، چې طالبانو سره د خبرو له لارې دا جګړه پای ته ورسوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د