افغانستان

کوچیانو له خپلو څارویو سره یو ځای د ولسي جرګې مخې ته لاریون کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): نن ورځ یکشنبه په کابل کې له جلال اباد ښار څخه راغلو کوچیانو له خپلو څارویو سره یو ځای د ملي شورا مخې ته لاریون وکړ او له یادې شورا یې وغوښتل، څو ددوی غصب شوې ځمکې ورته وسپاري.

دغه کوچیان چې له جلال اباد ښار څخه راغلي وو، په دارلمان سړک باندې د ولسي جرګې د ننوتو په دروازه کې راغونډ وو او ادعا یې کوله، چې زورواکانو یې اته جریبه  څړځای ترې په زور نیولي.

کوچیانو ویل، اشرف غني دې یا موږ له څارویو سره یو ځای حلال کړي او یا دې د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې زموږ څړځایونه له زورواکانو واخلي.

د لاریونوالو یوه مشر «حاجي سخي» له رسنیو سره په خبرو کې وویل « موږ شپږ تنه استازي پارلمان ته لېږلي، څو زموږ غږ هلته ورسوي او شپږ تنه نور د کورنیو چارو وزیر ته ورلېږو، اشرف غني صاحب یا موږ دلته له څارویو سره یو ځای حلال کړئ او یا مو حق راته واخلئ».

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x