
طالبانو د سمنګان لپاره د خپل والي وژل کېدل رد کړل
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د سمنګان ولایت والي روغ رمټ دی او خپل «جهادي» کارونه مخته وړي، په دې تړاو خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د مزدور دښمن دفاع وزارت ادعا کړی چې ګنې د سمنګانو لپاره د اسلامي امارت والي صاحب يې شهید کړی. موږ دا خبره په کلکه ردوو. د سمنګانو والي صاحب روغ رمټ دی، خپل جهادي امور پرمخ وړي. ملت او مجاهدین دې د دښمن دا ډول پروپاګند ته اعتنا نه کوي او په دې اړه دې هيڅ تشویش نه لري.»
#غبرګون:
د مزدور دښمن دفاع وزارت ادعا کړی چې ګنې د سمنګانو لپاره د اسلامي امارت والي صاحب يې شهید کړی.
موږ دا خبره په کلکه ردوو.
د سمنګانو والي صاحب روغ رمټ دی، خپل جهادي امور پرمخ وړي.
ملت او مجاهدین دې د دښمن دا ډول پروپاګند ته اعتنا نه کوي او په دې اړه دې هيڅ تشویش نه لري.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) September 15, 2019
یاده دې وي، چې نن ورځ د ګډ حکومت دفاع وزارت ادعا وکړه، چې د طالبانو له لوري سمنګان ولایت ته ټاکل شوی والي یې په یوه هوایي برید کې وژلی.
دفاع وزارت د نوموړي نوم «مولوي نورالدین» یاد کړی وو او څرګنده کړې یې وه، چې هغه یې له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای وژلی.
والی د خاوری پر سر شی که مړ وی که ژوندی، تاسو څه وکړل په بغلان کی. دری د برق پایی مو په بمونو والوځولی آفرین دی ته وایی جهادالاکبر. چی زور مو په نور نرسی بیا د برق پایی الوځوی. تاسی کله په خپل تهد او خبرو ولاړ یی. د عامه آبادیو ویجاړه ول او له بین وړلو ته هم جهاد وایی.
په بحث کې ګډون وکړه…جوړ تازه په خیر،
اجمل ته.
د برق پایه هم د سړک،پل.مکتب.کلنیک.پوهنتون .کاریز.ویاله .په شان جاسوسانی ،ملحدینی وی.
نو د ایی.ایس،ایی. فتوا په اساس د برق پایه په خپل برخلیک اخته والوزول شوی،
د ایی ایس ایی قانون په اساس دا شیان د اسلامی نظام په راتګ کی خنډ دی باید ،ټول چپه وران وسوزول شی،
نو اجمل ګله،انسانانو ته خیر غواړه.
اکثريت ښاريان د ټرمپ ټويټ ته خوښ نو پس د طالبانو له خوا د برق رڼا پرې حرامه ده،،