افغانستان

د امان الله او مسعود په تړاو د حکمتیار څرګندونو په مشرانو جرګه کې غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د حزب اسلامي رییس «ګلبدین حکمتیار» له طلوع نیوز سره په خپله مرکه کې وویل،  امان الله خان او احمد شاه مسعود د ملي قهرمانانو په حیث نه مني، د نوموړي دې څرګندونو د مشرانو جرګې په ننني مجلس کې تاوده غبرګونونه راوپارول.

د مشرانو جرګې غړي « رحمت الله اچکزي» وویل « موږ د سولې له پروسې سره د حکمتیار له یو ځای کېدو همېشه هرکلی کړی؛ خو متاسفانه نوموړی له لومړۍ ورځې داسې څرګندونې کوي، چې قومي تفرقې او تعصبونه رامنځته کوي».

اچکزي زیاته کړه « که حکمتیار له دې ډول څرګندونو لاس وانخلي خلګ به یې په وړاندې ودرېږي، غازي امان الله او احمدشاه مسعود ددې هیواد قهرمانان دي او په دې برخه کې باید اساسي قانون ته پام وشي».

د اچکزي له قوله، نه پوهېږي چې د حکمتیار د خبرو مشخص هدف څوک دی؛ خو دا چې جنرال ضیاء الحق د نوموړي په اوږو چپنه اچولې وه، ښايي نن یې هم د خبرو ګټه د هماغه استخباراتو ته ورځي.

د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د مشرانو جرګې او حزب اسلامي غړي «غیرت بهیر» د حکمتیار له څرګندونو ننګه وکړه او د بیان د ازادۍ په رڼا کې یې د حکمتیار څرګندونې د هغه مسلم حق وباله.

بهیر وویل « حکمتیار د افغانستان په جهاد کې غوښنه ونډه لري او دا چې امان الله خان د ملی اتل په حیث نه مني، لامل یې دادی، چې هغه د ټولو اسلامي اصولو په خلاف غوښتل د مېرمنو له سرونو پړوني پورته کړي.»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
میلمه

امان الله خو خیر، مسود خو هیڅ پښتون د قهرمان په صفت نه پېژني بلکي د یو ډم، قاتل او جاسوس په نوم يي ټول پښتانه پېژني. اڅکزي وروڼه يي هم نه پېژني، یو بي پلاره په هر چا کي پيداکیږي

مولوی احمد

امان اللہ د ٹولو ملحدینو رئیس وو پدی وطن کی چاچہ پہ ھغہ ننگہ کہ یی پخپل ایمان وھیریگی پہ کافر باندی ننگ داسلامی عقائدو خلاف ورزی دہ

مولوی احمد

نامۀ امیر امان الله خان به رئیس جمهور وقت ایالات متحدۀ امریکا:

​متن نامه:

به حضور عالی جناب حشمت مآب اعلیحضرت (رئیس حکومات متحدۀ دولت مستقلۀ معظمۀ امریکا)

بعد از اظهار مودت و مواخات عرض ابلاغ میدارد.

بنا بر وقوع فاجعۀ المناک پدرم اعلیحضرت امیر حبیب الله خان که در اثنای سیاحت ممالک شاهانۀ شان شهیداً وفات یافته، بالارث و بنا بر آرزو و بیعت عمومیۀ ملت افغان، بالاستحقاق بر تخت سلطنت حکومت افغانستان قعود خودم را به ذات ریاست پناهی شان عرض و ابلاغ مینمایم.

از بهر ظاهر کردن حسیات .. کارانۀ حکومت مرا در حق حکومت عالی شان، یکی از جنرال های حکومت خودم، جنرال محمد ولی خان را که سفیر فوق العادۀ مرخص حکومت ما است، به حکومت عالی شان مأموراً اعزام نمودیم.

آرزوئی که در حق تأسیس مناسبات دوستانه و صمیمانه با حکومت حشمت پناهی شان دارم، امید است که به عین صمیمیت و مخالصت آن را تلقی فرمایند. و به این وسیله نیز حسن قبول فرموده شدن احترامات و تعظیمات فوق العادۀ خودم را رجا میکنم.

فی ۹ ماه قوس ۱۲۹۹ شمسی مطابق اول ماه دسمبر ۱۹۲۰ عیسوی – (امضای امیر امان الله)

پاسخ رئیس جمهور وقت ایالات متحده به نامۀ امیر امان الله خان:

برگردان دری نامۀ رئیس جمهور امریکا:

وارن جی. هاردینگ – رئیس جمهور ایالات متحدۀ امریکا

به اعلیحضرت امان الله خان، امیر افغانستان.

دوست بزرگوار و خوب!

من نامه ای را که در آن اعلیحضرت شما مرا از مرگ پدر تان، اعلیحضرت امیر حبیب الله خان، و جلوس شما بر تخت افغانستان، و نیز از تمایل شما به تحکیم روابط دوستانۀ دیپلوماتیک میان ایالات متحده و افغانستان مستحضر ساخته اید، از دست جنرال محمد ولی خان دریافت کردم.

من، در عین حالی که با تأثر از مرگ اندوهناک پدر اعلیحضرت شما آگاهی یافته ام، و همدردی صمیمانه ام را در این مصیبت بزرگ به شما ابراز میدارم، شما اعلیحضرت را از بابت جلوس تان بر تخت مبارک گفته، و اطمینان دارم که سلطنت تان، لبریز از جلال و عظمت اعلیحضرت شما و رفاه افغانستان خواهد بود.

آرزومندم که روابط میان ایالات متحده و افغانستان همیش طبعیت دوستانه داشته باشد، و من مسرورم که در این راستا، با حضور شما همکاری کنم. با وجود این، من در اطمینان بخشیدن این نکته به حضور شما، که به گونۀ شفاهی به جنرال محمد ولی خان بیان گردید، مقید ام؛ زیرا تا جایی که مسئلۀ تأسیس نمایندگی دیپلوماتیک و اقدام مناسب کانگرس ایالات متحده در آن راستا به میان می آید، این کار مستلزم ملاحظۀ بیشتر میباشد.

با سپاسگزاری از اعلیحضرت شما به خاطر علایق دوستانۀ تان، میخواهم شما را از تمنیات نیک خود برای سرور شخصی شما و رفاه کشور تان، اطمینان دهم.

دوست خوب تان، آیا دا کفر صریح دی او کنہ چہ یو کافر مطلق تہ اعلیحضرت خطاب وکی او یا عالی جناب ورتہ ووایی ولاحول ولا قوت الا باللہ

غمی.پښتین

په خیر په خیر،
مولانا احمد ته،
د ستاسو مشران (ایی.ایس.ایی)ټول په انګریزانو او امریکایانو پسی روسته تیښتی .او سر.سر .سر(صاحبه،صاحبه،)زما څښتنه نعری سری وهی ،
یوه مسله راوباسه دا څنګه بولی؟
اسلام څخه مو دوکان جوړ کړی کوم شی مو چه خوښ وی اراخلی یی.کوم شی کی مو چه ګټه نه وی سترګی ورڅخه پټوی،

مدثر

مولوی صاحب.داسی لیکونه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص او کفارو تر منځ هم تبادله شوی او هغه صل الله علیه وسلم کفاروته دعوت او بلنه ورکړی، په لیک او مخامخ خبرو کی انسان او خاصتا بیا مسلمان چاته نا ښایسته الفاظ او القاب نه شی کارولی بلکه زموږ اسلامی ادب او فرهنګ موږ ته په صراحت امر کوی چی موږ باید هرچاته ښه او ښایسته القاب وکاروو، تاسی د لیک له لاری دامریکا جمهور رئسی ته دښو القابو په کارولو زموږ ملی مشر او دافغانستان د خپلواکی اتل شاه غازی امان الله خان ته ملحد ویلی چی داستا په بی علمی اوناپوهی دلالت کوی هیله مند یم اول دی خپله علمی پانګه لږ قوی کړه بیا داسی لیکنی کوه.

Ahmed

مسعود او ملی قهرمان
؟؟؟؟
???
او که ده پنجشېر قهرمان
؟؟؟؟؟
حقېقت
ملې خائن
او بس

اجمل

آیا کوم حدیث یا آیت د قرآن شته پدی باره. دا خو صحیحه ده چی کفارو سره موالات او هغوی نه کمک غوښتنه ممکن درسته نوی، خو تاسو هم د ویلادیمیر لینن په خونه کی جمع وکړه او اوس مو یو وار بیا مسکو ته منډی وکړی عجیب خلک یاستی په والله. نو مونږه اوس په چا د کفر تور ولګوه؟ زما پلار د الله مغفرت کړی هغه هم د امان الله مخالف وو، راغلو د مسعود په باره کی هغه خو معلومداره چی یو ملی خاین وو.

هيښ ويښ

تر اوسه د قهرمان د لقب په هکله جامع او ټولو ته منل شوئ تعريف نشته .هسې په دې لفظ باندې بحث کول د وخت ضائع کول دي. چې مړه شول کيسه يې نو ه ختمه او د دنيا سره يې نوره رابطه نشته .
دمريو دعزت او ذلت خبرې پرېږدئ !
د ژونديو غم وخورئ .

غ.حضرت

مولوی صاحب احمد!
ستاسی تشویش او وسوسه د اعلیحضرت د لقب په هکله یوه بېځایه وسوسه ده. اعلیحضرت د ” حضرت ” لقب غوندی کوم مقدس آمیز لقب نه دی بلکه د انګلوساکسون او نورو اروپائی خبیثو شاهانو د لقب یو ( تحت الفظی) ژباړل سوی لقب دی چی معمولاً په رسمی او ډیپلوماټیک ډګر کی کارول کیږی ، بله خبره دا چی د وخت د امریکې دولت سره د اړیکو د ساتلو او ټینګښت په موخه د امان الله خان هڅه د هغو مرتجع کسانو د تورو افکارو د نفی سند دی کوم چی امان الله خان ئې فقط د مسکو د ګټو ساتونکی ګاڼه یا ګڼی.
امّا ګلب الدین جانه!
که کومی حکومتی یا غیر حکومتی دستګاه تا ته د ملی قهرمان لقب در بخښلی وای نو دی نن د مسعود د ملی قهرمانی! په لقب او همدارنګه د امان الله خان د محبوبیت په حسادت سوځلی بغل نه ګَراوه.

مجاهد

( غ ) حضرت صاحبه ! ستاسی تبصری ژویلی ( مغلقی ) یعنی ساده کی ګلداری یعنی د لمر او سیوری ترمنځ شکاری ، د حقایقو په څرګندونو کی له حقایقو لیری پاتی کیږی په عربی ژبه څه ناڅه تسلط لری شعوری یا غیر شعوری په هغو لغاتو کی دننه د زهرو جاکلیت نغاړی لوړ کیفیب ښودلو کی یی په ساده خلکو خوری ستاسی د معنویات او یا مادیات پرستی پکی ورکه وی بخشنه کوه که مونږ به دغه تبصره کی ستاسی اصلی ماهیت نه وی په ګوته کړی

الحاج استاذ بیانزی

امان الله د روسانو له خوا د داودخان په شان د خپل پلار د وزنی او باچاهی لاسته راوړولو د پاره په دی شرط وګمارل شو چه کابل کی به د انګریزانو سفارت لیری او روسیانو سفارت به دوباره تاسیسوی ( کوم چه انګرېزانو د یعقوب خان وخت سرچپه ترسره کړی وو ) کله چه انګریزان د روسانو له دی پلانه خبر شول . روسانو ته یی د افغانستان د ویشلو وړاندیز وکړو چه شمال افغانستان تاسی او دجنو ب افغانستان اجاره دی انګریزانو ته په قباله بدله شی همداسی وشول . کشکی ویلی دی وی [ که ښځی او غلامان یاست د غلام غنی سره د ګلبدین په شان مذاکراتو ته کینی ] تاسی ډانده یاست دا اشغال نه ګوری تر دی چه قضای مصونیت په اخستلو د غلامانو کورونو کی تر غلامانو اولیت لری مقاومت خو پریږده د شکایت حق هم نه لری.

دواړو به ګډه له امان له امان الله خان څخه غازی، اتل او د افغانستان د خپلواکی سمبول جوړ کړو ځکه چه نیم هیواد یی یوه او نیم بل ته وبخښلو.دا ټول کارونه یی د هغی د میرمنی ( ثرایا ) په واسطه ( له اوله یی د رولا غنی په شان روزنه ورکړی وه ) چه پلار یی لوی کمونست او د ويښو ځلمیانو ګوند کی یی د (( امین )) په شان فعال رول لوبولو.
تبصره ډیره اوږدیږی چه د مسعود، امان الله او حتی ګکشکی ویلی دی وی [ که ښځی او غلامان یاست د غلام غنی سره د ګلبدین په شان مذاکراتو ته کینی ] تاسی ډانده یاست دا اشغال نه ګوری تر دی چه قضای مصونیت په اخستلو د غلامانو کورونو کی تر غلامانو اولیت لری مقاومت خو پریږده د شکایت حق هم نه لری.لبدین په اړه پوره حقایق ولیکم وایی خړی هم تر برګی کم نه دی ګلبدین تر مسعود او امان الله سپیڅلی جهاد ته تر ټولو لوی خیانت کړی او کوی ، امان الله څه له اوله ملحد جوړ شوی هماغه اتحاد ته د اسلام په کچه عقیده مند وو یعنی نابوهه وو د همدی امله یی خبل پلار د روسانو په شودنه ووژلو. مګر ګلبدین سره د پوهی عملی بڼه الحاد کی ونډه لرله تراوسه یی لرله او اوس یی هم لری

مجاهد

اصلا قهرمتمب ماروا خبره ده لوی ده ، د ابلیس وسوسه او په نورو لوړوالی دی په ځانګړی هغوی چه د لوړتیا د پاره یی کومه کړنه هم نه لری حتی د اسلاو افغانیت مخالف اړخ ته د قهرمانی نوم ورکول کیږی ملحدینو او مرتدینو ته د شهیدانو سپیحلی نومونه ورکوی ملی خاین ته د ملی خدمتګار لقب ورکوی دا ټول د بارنو کفری هیوادو غلامان او جاسوسان دی له امان الله او مسعود نیولی تر ګلبدین ، سیاف ، کرزی او غنی او عبدالله او نورو پوری

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close