عبدالله عبدالله: د اشرف غني هر فرمان چې کمپایني جنبه ولري راته د منلو نه دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت اجرائیه رییس او ولسمشرۍ ته کاندید ډاکترعبدالله عبدالله وايي چې د ولسمشر هر فرمان چې کمپایني اړخ ولري ورته د منلو وړ نه دی.

نوموړي چې یوې کمپایني غونډې ته يې د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې خبرې کولې زیاته کړله چې ولسمشر غني حق نه لري چې د تبلیغاتو په خاطر څوک ممنوع الخروج یا ممنوع الورود اعلان کړي.

عبدالله په وینا د اشرف غني له خوا سوداګر  چې د نوموړي د ټاکنیز ټیم سره نه دي یوځای شوي ګواښل هم ورته د زغم  وړ نه دي.

هغه اشرف غني پر دې متهم کړ چې د ټاکنیز کمپاین لپاره له دولتي امکاناتو څخه استفاده کوي.

په عین حال کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د عبدالله عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې اشرف غني شفافو ټاکنو ته متعهد دی او له دولتي امکاناتو هېڅ استفاده نه کوي.

هغه زیاته کړې چې اشرف غني سره له دې چې ولسمشرۍ ته کاندید دی ولسمشر هم دی او د دې اړتیا ده چې د حکومتداۍ چارې هم پر مخ ویسي.

د یادونې وړ ده چې اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله څو ورځ وړاندې د ولسمشر له لوري د بهرنیو چارو وزارت د څېړنې په تړاو صادر شوی فرمان لغوه اعلان کړی و.

ارګ وروسته له هغه چې د فساد سره د مبارزې کمېټې «میک» د بهرنیو چارو وزارت دننه د فساد اسناد خپاره کړل، د یاد وزارت له مسئولینو څخه د تحقیاتو او د ګمارنو د بهیر د څېړنې امر کړی وو، چې د اجرائیه ریاست له غبرګون سره مخ او لغوه اعلان شو.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپاره شوي فرمان کې راغلي و، چې د ارګ حکم د کمپاین په دوران کې صادر شوی او کمپایني بڼه لري؛ نو ځکه د منلو وړ نه دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د