نړۍ

د سعودي تېلو پر چڼځايونو برید سره د تیلو نرخونو لوړیدو اندېښنه ده  

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو ډرون برید له کبله د تیلو نرخونه د لوړیدو اندېښنه پیدا شوې ده.

رویټرز خبري اژانس د ریپورټ له مخې سعودي په نړۍ کې تر ټولو زیات تیل تولیدوي او د دغه برید وروسته به د تیلو په تولید کې هره ورځ ۵ عشاریه ۷ میلیونه بیرله کمښت راشي.

خو د سعودي تر ټولو لوی د تیلو شرکت «آرامکو» ویلي چې د تیلو د دوه سترو چڼځایونو د بندیدو سره به تیلو عرضه کې یواځې ۵ سلنه کمی راشي.

کارپوهان وايي چې د تیلو د تولید کې د کمي له کبله به عرضه او تقاضا کې فرق پیدا شي چې په ټولییز ډول به د تیلو پر بیو به اغېز وغورځي.

د یادونې وړ ده چې «بقیق» زېرمه د سعودي په ختيځ ظهران ښار څخه شپېته کيلومټره په جنوب لويديځ کې ده او د «خريص» زېرمه د سعودي په لويديځ کې ده، چې دواړه زېرمې د نړۍ په کچه تر ټولو سترې زېرمې بلل کيږي.

سعودي هره ورځ ۷ میلیونه بیرله تیل صادروي چې ۵ عشاریه ۷ میلیونه تیل یواځې دغه دوه سترې زیرمې تصفیه کوي.

د سعودي د انرژي وازرت وايي، د تېلو پر چڼځايونو د بریدونو له امله د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه ۵۷ لکه بيرل کموالی راغلی، چې د سعودي د ټولو تېلو د صادراتو پنځوس سلنې سره برابر دی.

سعودي، متحده عربي امارات او لويديځ هېوادونه د يمن ولسمشر منصور عبدربه د نسکور شوي حکومت په ملاتړ يمن کې د حوثيانو پر ضد جګړه کوي، خو ايران د حوثيانو ټينګ ملاتړ کوي.

امریکا د بهرنيو چارو وزير ويلي، داسې کوم دليل نه شته، چې دا بریدونه دې د يمن له خاورې شوي وي، بلکې دا برید د ایران له لوري شوی دی او د نړۍ هېوادونه بايد د ایران دا کړنه وغندي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x