ورزش

افغانستان بنګلديش ته هم ماتې ورکړه؛ نبي او مجيب وځلېدل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): افغان کرېکټ لوبډلې په دويمه شل اوريزو سيالۍ کې له زمبابوې وروسته بنګلديش لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.

په دغه سيالۍ کې محمد نبي او مجيب ځدران ښه وځلېدل، چې محمد نبي غوره توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او ۸۴ منډې يې جوړې کړې، بل خوا مجيب ځدران ۴ غوره ويکټې واخيستې، په پای کې بنګلدیش ته د ۲۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

په ننۍ سيالۍ کې راشد خان پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پريکړه وکړه، مګر د توپوهنې په لومړي اورونو کې افغانستان په ۴۰ منډو جوړولو سره ۴ چټکې ويکټې له لاسه ورکړې، خو وروسته اصغر افغان او محمد نبي د ۷۹ منډو په زړه پورې ملګرتيا جوړه کړه.

په وروستي اورونو کې محمد نبي د تېر په څېر يو وار بيا ښه وځلېد او ۷ اسمان څکې شپږيزې يې ووهلې، نوموړي په ۵۴ توپونو ۸۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، همدغه ډول اصغر افغان ۴۰ او نجيب ترکي ۱۱ منډې جوړې کړې. محمد نبي د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

محمد نبي تېره ورځ د زمبابوې پر وړاندې هم غوره توپوهنه ترسره کړې وه، چې په ۱۸ توپونو يې چټکې ۳۸ منډې جوړې کړې وې، نوموړي په دغه لوبه کې ۴ شپږیزې وهلې وې.

په توپ اچونه کې مجيب الرحمن غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه، نوموړي په لومړي اور کې ویکټه واخيسته، دغه ډول يې په خپلو ۴ اورونو کې ۱۵ منډې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوځول، په نورو توپ اچونکو کې نائب او راشد ۲-۲ او فريد ملک ۱ ويکټه ترلاسه کړه.

افغان لوبډله په تېرو ۱۲ پرلپسې شل اوريزو سياليو کې نه ماتیدونکی ده، تېره ورځ يې زمبابوې ته د ۲۸ منډو په توپير ماتې ورکړه، دوی به خپله راتلونکې سيالۍ د زمبابوې پر وړاندې د سپتمبر په ۲۰مه د جمعې په ورځ ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x