شعـــــرونه

غزل؛ شرافت وياړ

شرافت وياړ

عاجز یمه ګناوې په کعبه کې رانه کېږي!
ښېراوې یو سړي ته په سجده کې رانه کېږي!

پوهېږمه چې ټول یې په ځان بده مني بیا هم!
خبرې ستا په اړه په حجره کې رانه کېږي!

اشنا ستا د فراق دردونه پټ ساتم له خلګو!
سلګۍ له خولې اوباسم نه،سینه کې رانه کېږي!

مین نه یم خو بیا هم و یو چاته چې ورځمه!
تمثیل د یارانې په آینه کې رانه کېږي!

غزل لیکم له تورو یې د ویاړ سترګې شي جوړې!
د یار د تصویر رسم کتابچه کې رانه کېږي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x