
افغانستان په پرلپسې «۱۲» بریاو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ وږی، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ لوبډلې په شل اوریزو سیالیو کې د پرلپسې زیاتو بریاو خپلولو خپل پخوانی نړیوال ریکارډ مات او نوی ریکارډ جوړ کړ.
په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کالونو کې افغان لوبډلې په شل اوریزو لوبو کې پرلپسې ۱۱ بریاوې خپلې کړې وې، خو په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹م کې یې دغه ریکارډ مات کړ او ۱۲ پرلپسې بریاوې یې خپلې کړې.
Afghanistan win by 25 runs!
They have now won 12 consecutive T20Is, beating their own record in men's cricket! 👏 👏
Four wickets for Mujeeb and an unbeaten 84 from Mohammad Nabi proved too much for Bangladesh.#BANvAFG pic.twitter.com/9X04fdVWuQ
— ICC (@ICC) September 15, 2019
استرالیا لوبډلې هم په ۱۲ سیالیو کې ماتې نه ده خوړلې خو دوی د یادو سیالیو له مخې یوازې ۱۰ ګټلې دي، په دې کې یوه بې پایلې او بله مساوي پای ته رسیدلې ده.
افغانستان لوبډلې په درې اړخیزه سیریز کې بنګلدیش ته په ماتې ورکولو سره په شل اوریزو سیالیو کې د پرلپسې زیاتو ۱۲ بریاو نړیوال ریکارډ جوړ کړ.
په یادو ۱۲ بریاو کې افغان لوبډلې ۵ وارې ایرلینډ ته، ۴ وارې بنګلدیش او ۳ وارې زمبابوې ته ماتې ورکړې ده.
افغان لوبډله اوسمهال بنګلدیش کې د زمبابوې په شمول په درې اړخیزه سیریز بوخته ده چې په لومړۍ سیالۍ کې یې زمبابوې ته په ۲۸ منډو او دویمه سیالۍ کې بنګدیش ته په ۲۵ منډو ماتې ورکړه.