افغانستان

اشرف غني په کندهار کې د خپلې وینا درېیمه برخه په «مننه کولو» تېره کړې – ویدیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډحکومت ولسمشر او په ولسمشریزو ټاکنو کې د دولت جوړونکي ټیم مشر اشرف غني تېره ورځ په کندهار کې ټاکنیزې کمپایني غونډې ته اوږده وینا وکړه.

د ولسمشر غني وینا دوه برخې درلودلې. لومړۍ یې له خلکو څخه مننه کول و او دوهم يې د طالبانو سره د سولې تګلاره وه.

نن ټکی اسیا د ولسمشر غني د وینا ویدیو یواځې هغه برخې چې نوموړي د کندهار د پخوانیو او اوسنیو مشرانو څخه په کې مننه کړې یوځای کړې ده.

هغه په نېږدې ۲۲ دقیقې وینا کې شاوخوا ۷ دقیقې په مننه ویلو  او تقریبا په ټولیز ډول ۹ دقیقې په مننه ویلو او لومړنۍ تشریفاتي خبرو تېرې کړي دي.

ولسمشر غني له احمدشاه بابا نیولې، تر خپلې مور، نیا او جنرال عبدالرزاق پورې له ټولو پخوانیو او اوسنیو مشرانو څخه مننه وکړه. هغه د میرویس نیکه، غازي امان الله خان، نازو انا، زرغونه انا، زینب بي بي، ملالې او عینو څخه اوږده مننه وکړه.

اشرف غني همدا راز د زابل، روزګان، هلمند او نیمروز د خلکو څخه هم مننه وکړه چې د ده غونډې ته ورغلل.

هغه د بینوا، حبیبي، استاد رشاد، الفت او مولوي احمدجان خان الکوزي څخه مننه وکړه چې پښتو يې پر پښو ودروله او افغاني ذهنیت يې عام کړ.

ویدیو

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

د رولا غنې څخه یې منننه نه ده کړې چې عسایت یې افغانستان ته راوړ
کندهاریان یې نه مني که کندهاریان یې ومنې
ګلمرجان یې نه مني

پتنګ

دې احمق ته ګورۍ چې خبرې یې تاریخي سرچپه دي او دهغوی نومونه یادوي چې د هیواد په ازادي او استقلا ل کې یې لوی خدمتونه کړي دي خو دی په خپله د امریکا او غرب ګو ډاګی دی او له هغو سره د افغانانو د وژلو سند لاسلیک کړی دی او هر ورځ افغانان پرې وژني ! تف لانت په داسې نجسه څیره !!

جميل

چی دا څومره احمق دی ، نور شيان جوړ سول اوس د مړو زيارتونه جوړوی او د احمدشاه بابا څخه همت غواړی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close