
له توغنديزو بریدونه وروسته د سعودي تېلو په صادراتو کې پنځوس سلنه کمښت راغلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو له توغنديزو بریدونو وروسته تېره ورځ د تېلو د صادراتو لړۍ بېرته پيل شوې، خو د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه پنځوس سلنه کموالی راغلی دی.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزير شهزاده عبدالعزيز بن سلمان ويلي، د «خريص» او «بقيق» د تېلو پر چڼځايونو له بریدونو وروسته په ورځنۍ کچه د تېلو په صادراتو کې ۵۷ لکه بېرله کموالی راغلی، چې د سعودي د تېلو د ټولو صادراتو پنځوس سلنه برابروي.
د چارواکو په وينا د دواړو چڼځايونو بشپړ فعالېدل څو اونۍ وخت ته اړتيا لري.
د يمن حوثي ملېشې وايي، دا بریدونه دوی کړي، سعودي تر اوسه د برید پړه پر چا نه ده اچولې، خو امریکا وايي، دا بریدونه ايران کړي دي.
د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د امریکايي چارواکو تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه بللي دي.
سعودي چارواکي وايي، له دغو بریدونو وروسته د تېلو په صادراتو کې په ورځنۍ کچه ۵۷ لکه بېرله کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو شپږ سلنه برابروي.
سعودي وايي، دا برید يوازې د سعودي پر تېلو نه دی شوی، بلکې په نړيواله کچه د تېلو په لېږد او امنيت برید شوی دی، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا برید چا کړی دی.
د رپوټونو له مخې د دغو بریدونو له امله د تېلو په نړيوال مارکيټ کې پنځه سلنه کموالی او په بيو کې ۱۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.