
د اشرف غني ټیم د رایې د تر لاسه کولو په موخه په خلګو صابون ویشلی
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په بدخشان ولایت کې د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکي» ټاکنیز ټیم د خپل کمپاین په بهیر کې د یاد ولایت په ځینو اوسېدونکو صابونونه ویشلي او په بدل کې یې له هغوی د رایې ورکولو ژمنه اخستې.
سلام وطندار د بدخشان د یوې اوسېدونکې له قوله، چې په همدې کمپایني غونډه کې یې ګډون کړی وو، لیکلي « دولت ساز ټیم تېره ورځ هغو مېرمنو ته چې کمپایني غونډې ته راغلې وې، صابونونه او جامې وویشلې».
په بدخشان ولایت کې د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر «حبیب الله محشر» بیا یاد صابونونه او جامې د دولت له بودیجې بولي او په خبره یې، دولت ساز ټیم د پخوا په څېر لا هم له دولتي امکاناتو استفادې ته دوام ورکوي.
د محشر په قول، دولت ساز ټیم څو ورځې وړاندې د بدخشان ولایت د زیباک ولسوالۍ ټولو مخورو ته پنځه، پنځه زره افغانۍ هم وېشلې.
یاده دې وي، چې د ټاکنیزو کمپاینونو له پیل راپدېخوا د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکی» ټاکنیز ټیم په پرلپسې ډول له دولتي امکاناتو څخه په شخصي استفاده تورنېږي.
تېره ورځ د ګډ حکومت اجرائیه رییس په همدې تړاو وویل « په ارګ کې له امنیتي ځواکونو سره د همغږۍ په موخه جوړ شوی د توحید مرکز د کمپایني مجلسونو مرکز ګرځېدلی».
عبدالله له دې سره، سره اشرف غني تورن کړ، چې د هیواد ملي سوداګر ګواښي او له نوموړي سره په کمپاین کې د برخه نه اخستلو په صورت کې هغوی ته د دوسیو جوړولو ګواښونه کوي.