فراه کې د ماین چاودنې پنځه تنه عام وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په فراه ولایت کې  د سورلۍ په یوه موټر باندې د سړک د غاړې ماین چاودلی، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي.

د فراه ولایت د پولیسو ویاند «محب الله محب» وایي، پېښه تېره ورځ «يکشنبه» په مرکز پورې اړوند «کاریز شیخان» نومي سیمه کې رامنځته شوې.

د نوموړی په خبره، چاودنه د سورلۍ په یوه موټر باندې شوې، چې له امله یې ښځې او ماشومان هم وژل شوي.

محب د پېښې پړه په طالبانو ور اوړي؛ خو طالبانو تر دې وړاندې په بیا، بیا ویلي، چې حکومتي ارګانونه د ملکي وګړو تلفات د یوې تبلیغاتي وسیلې په توګه کاروي او همېشه یې دوی ته منسوبوي.

یاده دي وي، چې څه موده وړاندې هم په فراه ولایت کې په یو مسافر وړونکي بس باندې چاودنه شوې وه، چې وروسته یې عاملین د طالبانو له لوري نیول شوي او محکمې ته سپارل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د