عبدالله عبدالله: امنیتي ځواکونو دې د ټاکنو په مهال خپل باور له لاسه نه ورکوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ مشر «عبدالله عبدالله» له دولتي عسکرو غوښتي څو په بشپړه بې طرفي د ټاکنو د امنیت تامین ته اوږه ورکړي.

عبدالله چې د وزیرانو شورا نننۍ ناستې ته یې خبرې کولې، وویل « د جمهوري ریاست ټاکنې یوه ډیموکراټیکه پروسه ده، له همدې امله له امنیتي ځواکونو هیله کوم، څو په بشپړه بې طرفۍ د ټاکنو امنیت تامین کړي».

نوموړي زیاته کړه « د افغانستان خلګ د شفافو ټاکنو غوښتي دي، نو هیله مو داده، چې امنیتي ځواکونه د خلګو له باور سره برابر وخېږي او په دې توګه رایه ورکوونکي وکولای شي، په یوه امن فضاء کې رایه ورکړي او د ټاکنو په پروسه کې برخه واخلي».

عبدالله عبدالله وروسته له هغه په ټاکنیزه پروسه کې په امنیتي ځواکونو د بې طرفۍ غږ کوي، چې امنیتي بنسټونو تېره ورځ ډاډ ورکړ، له ۷۰ زرو زیات امنیتي ځواکونه به د ټاکنو د امنیت سمبالولو ته راوباسي.

د دولتي عسکرو یو زیات شمېر وروسته له هغه د ټاکنو د امنیت تامین ته راوزي، چې طالبانو راتلونکې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې او په ټاکنیزو مراکزو یې د بریدونو ګواښ کړی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هدی
میلمه
هدی

هو، فقط همدا ټاکنیزه پروسه مهمه ده ، باید امنیتي ځواکونه خپل اعتماد له لاسه ورنه کړي.ځکه چي په خرابېدو سره یې ستاسي کار خرابیږي. ټاکني چي خلاصي سوې، بیا په عام وګړو او ملت چي هر څه کیږي بلا ورپسې…. زه خو وایم ستاسي امنیت او کار دي لوی څښتن تعالی در خراب کړي. امین یا رب!