کورنيو چارو وزارت: د ټاکنو امنيت لپاره سل زره عسکر ګومارل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت وايي، د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو لپاره سل زره عسکر ګومارل شوي، چې اويا زره به يې د ټاکنيزو مرکزونو ستانه کوي او دېرش زره نور به يې د تيارسئ په حال کې وي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي، د ټاکنو امنيت لپاره بشپړ چمتووالی لري او امنيتي ځواکونه به د ټولو پرانيستو مرکزونو ساتنه کوي.

دا په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسيون غړي وايي، لا هم په ګڼ شمېر ناامنو ولايتونو حساس ټاکنيز مواد ولسواليو ته نه دي رسېدلي.

د ټاکنو خپلواک ښځينه غړې رحيمه ظريفي طلوع نيوز ته وويل: «تاسې ټولو ته روښانه ده، چې په ناامنه ولسواليو کې لا هم ۵۳۷۳ مرکزونه د جګړو له امله تړل شوي دي.»

د سياسي چارو کارپوهان او عام خلک راتلونکو ټاکنو ته خوشبینه نه دي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي، د افغانستان پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او په پاتې پنځه ويشت سلنه نوره برخه کې هم جګړې دي او يوازې په پنځه ويشت سلنه خاوره کې ټاکنې ممکنې دي.

تر ټولو مهمه ستونزه پر ټاکنو د خلکو بې باوري ده، چې د تېرو ۲۰۱۴ کال ټاکنو په پرتله په ټاکنيزو منډو ترړو کې د خلکو ونډه کمرنګه ده او ډېری خلک په دې باور دي، چې ټاکنيزې منډې تر ډېره پایله نه ورکوي او لامل يې د ۲۰۱۴ دوه پړاوه جنجالي ټاکنې بولي، چې بالاخره د امریکا د هغه وخت د بهرنيو چارو وزير جان کيري دواړه نوماندان اشرف غني او عبدالله په پنځوس پنځوس سلنه ګډ حکومت راضي کړل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د کورنیو چارو وزارت په خپلواک هیواد او خپلواکی کی شتون لری دغه سل زره غریبو او بی سواده عسکرو ته اشغلګر د افغان وژنی د پاره یونیفورم ورکړی مرمی او ډالر ورکوی چه استعماری ګټی خوندی او مظلوم اولس پری استثمار او غلام جوړ کړی.
غلامه اداره د اشغالګرو استعماری ګټو خوندی کولو د پاره یوه اداره ده څوک چه ورته شعوری حکومت وایی هغه تر ټولو لوی ملحد او ملی خاین دی

مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامه اداره زمونږ مخاطب نه ده اشغالګر زمونږ مخاطب دی اشغالګرو دا لمړی ځل نه دی چه تاسی زمونږ هیواد اشغال کړی افعانان به افغانانو وژنی دا کړنی په ټول مظلوم بشریت ترسره کوی . خو دا هم په یاد ساتی چه اخری بریا د مسلمانانو او مظلومانو دی دا زما خبره نه د الله ج ( زمونږ او ستاسی خالق لایزال ) خبره ده فرمایی [ انتم الاعلون ان کنتم مومنین ] تاسی بریالی یاست که ایمان لری، شمیر ، وسلی او وسیلی یی پکی د بریا شرط نه دی ټاکلی

جميل
میلمه
جميل

حيران وديته يم چی دا خلګ چی د کفارو په خدمت کی دی او د کفارو په پيسو او وسلو مسلمانان قتلوی او د اسلام په مخکی مانع کيږی څنګه ځانته مسلمان وايی ، که مسلمان هم نه وی افغان څنګه ځانته وايی چی مځکه او آسمان يی د پرديو پلاس کی دی او دوی مرسته ورسره کوی ، دوی نه پوهيږی چی همدا اوس دوی ډير ذليله او بيعزته دی ، د آخرت عذاب تر دی ډييير دی .