ټکنالوژي

د بازارموندنې تشکیلاتي جوړښت

ګلاب بهار

دا چې بازارموندنه په تصدۍ کې د تولیدي او اداري فعالیت له منځته راتګ څخه مخکې صورت نیسـي، نو عمل کې دا مانا ورکوي چې د ټولو د مخه باید اړتیا او د هغې د ارضا سطح تر څېړنې لاندې ونیول شي، په هر اړخیز ډول د هغه محصول د مصـرف کوونکي مشخصه علایم تثبیت شي، چې د اړتیا د رفع کولو لپاره په کار وړل کېږي او همدارنګه تثبیت شي چې نوموړی د کوم قېمت له تاديې سره موافق دی. د محصول د خرڅلاو لپاره بازار مناسبترین بازار دی او په هغه کې د تبارز کولو کومه لحظه مناسبترینه لحظه ده. له دې څخه وروسته تصدۍ باید د تولید او خرڅلاو د ټول فعالیت لپاره د پلان د تهیې او انکشاف لپاره اقدام وکړي.

د تصدۍ په اداره کې د بازارموندنې په کاروړنه په اساسي توګه د خرڅلاو، تولید او پلانګذارۍ لپاره د فعلي موجودو بخشونو او نورو ټولو هغو حلقاتو، اهدافو او مقاصدو ته تغیر ورکوي، چې تر اوسه يې په مستقله توګه د بازارموندنې مختلف فعالیتونه سرته رسول.

تجربې ښودلې چې د دغو فعالیتونو بهبود او تکامل کېدای شي په ښه وجه د بازارموندنې د ځانګړو بخشونو د منځ ته راوړو له طریقه صورت ونیسي.

په اقتصادي آثارو او ادبیاتو کې د هغو معیارونو په هکله کوم واحد نظر وجود نه لري، چې د بازارموندنې د بخشونو د منځته راوړو په ترڅ کې باید په پام کې ونیول شي. اکثراً په دې اړه د مختلفو تصدیو له تجاربو څخه چې د بازارموندنې د سازماندهي په ترڅ کې مختلف میتودونه په کار وړي، استفاده کېږي. لکه د وظایفو له مخې د محصولاتو له مخې، د بازارونو له مخې او نور.

د بازارموندنې خدمات

د محصولاتو پېرودل

د محصولاتو پلورل

د محصولاتو انتقال

د محصولاتو ذخيره کول

د محصولاتو سورت او درجه بندي

د زيان په مقابل کې چمتو کېدل

د بازار په اړوند نوي اخبار او معلومات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx