د ژيړ غاښونو سپینولو ګڼ شمېر لارې چارې!

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په عمومي ډول د عمر په ډیروالي سره غاښونه په اتومات ډول ژیړوالی خپلوي، خو که چیرې دغه ستونزه په ځوانۍ کې رامنځته شي نو ددې یو شمېر لاملونه کیدلای شي.

سګریټ، نسوار یا بله نشه کول، زیاته خوږه خوړل، کافي او شیدو چای، سوځېدلي خواړه، ځانګړي درمل، ناروغي، ګازي څښاک، د خولې لعابو کموالی، د کاربوهیډریټس څخه ډک خواړه او د غاښونو ناسمه پاملرنه یې ځینې لاملونه ګڼل کیږي.

که غواړئ ژیړ غاښونه مو سپین کړئ لاندې لارې چارې وازمویئ:

د غاښونو بورس کول

له هر څه وړاندې لومړی باید غاښونه د بورس یا مسواک په واسطه پاک کړل شي، په ځانګړي ډول د داسې خوړو یا څښاک څخه وروسته چې د غاښونو رنګ بدلوي، ورځ کې دوه واره لږ تر لږه ۳ دقیقې د غاښونو بورس استعمال کړئ.

د کوپرې تېل

د کوپرې تېلو سره ناپاکي او باکتریاوې له منځه ځي کوم چې د غاښونو په سپینوالي کې مرسته کوي، ددې لپاره یوه یا دوه کاچوغې د کوپرې تېل د ۱۰ نه تر ۳۰ دقیقو پورې خوله کې واچوئ خو پام مو وي چې تېر مو نشي، بیا په اوبو غړغړه وکړئ، یو ګېلاس اوبه وڅښئ او غاښونه مو بورس کړئ، که څه هم د یادې لارې په اړه پوهانو ځانګړې څیړنه نه ده کړې خو ویل کیږي چې تېل د غاښونو څخه ناپاکي راوباسي چې د سپينوالي لامل کیدلای شي.

د مڼې سرکه

دوه کاچوغې د مڼې سرکه په ۱۷۰ ګرامه اوبو کې ګډ کړئ او بیا د ۳۰ ثانیو لپاره خوله کې غړغړه کړئ، بیا خوله پر اوبو پریمنځئ او غاښونه بورس کړئ، ویل کیږي چې د مڼې سرکې استعمال که په زیاته اندازه وشي غاښونو ته زیان رسولای شي.

مالګه او لیمو

ددې د استعمال لپاره یو کاچوغه مالګه او دوه کاچوغې د لیمو اوبه راواخلئ، ګډ یې کړئ او بیا یې د غاښونو کریم په څېر تر ۲ دقیقو استعمال کړئ، بیا مو د معمول په څېر غاښونه بورس کړئ، دغه کار اوونۍ کې دوه وار تکرار کړئ.

د کیلې پوستکی

د کیلې پوستکي کې یو ډوله تیزاب موجود دي چې د غاښونو ژیړوالی او پر دې موجود داغونه له منځه وړي، د کیلې پوستکي دننه خوا به د بورس یا مسواک وهلو نه وروسته د دوه دقیقو لپاره پر غاښونو ومښئ، دا پخوانۍ تجربه شوې لاره ده.

اوبه لرونکي میوې او سبزي

زیاتې اوبه لرونکې میوې لکه هندوانه او مالټه، او سبزي لکه کریلې او داسې نور.. غاښونه غوره ساتي او ددې په سپينوالي کې مرسته کوي، په دې کې شته اوبه غاښونه د ناپاکۍ او باکتریاو څخه ژغوري او په خوله کې د لعاب اندازه زیاتوي چې په مرسته يې د غاښونو له منځه کوچني څیزونه هم راوځي.

پاملرنه: د غاښونو غوره ساتلو لپاره باید له سګریټ، نسوارو یا بلې نشې، پر غاښونو د سختو څیزونو ماتول، نوکان په غاښونو خوړل، انرژي او یا نور ګازي څښاک استعمالول، له خوارک وروسته په غاښونو کې لرګي وهلو څخه ځان وژغورل شي، همدا ډول هغه غذا وخوړل شي چې د غاښونو کلسیم پوره کوي، خو که بیا مو هم غاښونه ستونزه لري یوه ښه ډاکټر ته رجوع وکړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د