د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالۍ سبا پېل کیږي؛ مهالویش او وخت

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UEFA) د ۲۰۱۹/۲۰۲۰م پړاو فوټبال سیالۍ به سبا د سه شنبې په ورځ د ستمبر میاشتې په ۱۷مه نېټه د یو لړ پرانیستي مراسمو وروسته پېل شي.

دغه لیګ کې د یو شمېر هیوادونو ستر فوټبال کلبونه ګډون کوي چې په ۸ ګروپونو ویشل شوي دي او په هر ګروپ کې څلور لوبډلې شاملې دي چې د لومړۍ ورځې سیالۍ به یې سبا سه شنبه او د دویمې ورځې سیالۍ به یې بل سبا د چهارشنبې په ورځ ترسره شي.

د یاد لیګ له مخې به په لومړۍ ورځ ۸ سیالۍ ترسره شي چې مهالویش او وخت یې په لاندې ډول دی:

هغه لوبې چې د شپې په ۹:۲۵ بجې پېل کیږي:

ایتالوي کلب «انتر میلان» د «سلافیا براګ» پر وړاندې

فرانسوي کلب «لیون» د روسي کلب «زینیت» پر وړاندې

هغه لوبې چې د شپې په ۱۱:۳۰ بجې پېل کیږي:

جرمني کلب «بوروسیا دورتمند» د اسپانوي کلب برسلونا پر وړاندې

ایتالوي کلب «ناپولي» د انګلستان کلب «لیورپول» پر وړاندې

پرتګالي کلب «بنفیکا» د جرمني کلب «لایبریګ» پر وړاندې

«رید بول سالزبورګ» د «کي آر سي جینک» پر وړاندې

هالندي کلب «اژاکس امستردام» د فرانسي کلب «لیل» پر وړاندې

انګلستاني کلب «چیلسي» د اسپاني کلب «والنسیا» پر وړاندې.

د یادونې ده چې د تېر کال اروپا اتلانو لیګ اتلولي انګلستانۍ لوبډلې «لیورپول» خپله کړې وه چې د ټوتنهام هاسپر لوبډلې ته یې په ۲-۰ ماتې ورکړې وه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د