نړۍ

کوټه: دخروټ اباد دپیښي له قربانیانو څخه د دوو کسانو جسدونه خاوروته وسپارل شول

kharotabad-burial-reu-543 نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۳)کوټه: تیره ورځ په کوټه کی دهغو پنځو کسانو له جسدونو څخه د دوو کسانو جسدونو دخپلو والدینو له لوري وپیژندل شول او په کوټه کي یی سمیز خلګو ته اجازه ورکړه ترڅو جسدونه یی خاوروته وسپاري.

خاوروته دسپارل شویو کسانو نمونه نعمان او ولیګادي، نعمان په خښته تاجک دي اومیرمن یی په روسیه پوري تعلق لري، دوژل شویو کسانو دجنازي دلمانځه مراسم دپاکستان دیو اسلامي ګوند (جماعت اسلامي) دبلوچستان ایالت دپخواني امیر مولناعبدالحق له لوري ترسره شول،

نعمان چي دتاجکستان اوسیدونکي وو اوله ولیګا سره چي دروسیی اوسیدونکي وه واده کړي وو، ولیګا دوژل کیدو په وخت کي په ګیډه کي داوو میاشتو ماشوم هم درلود، دنومان مور او پلار چي دتیري خالي په ورځ له هیواد څخه راسیدلي وو، تیره ورځ یی دخپل بچي نومان اودهغه دکوروالا ولیګا جسدونه وپیژندل چي وروسته یی دسیمي خلګو ته ایجازه وکړه ترڅو ددواړو جسدونه نژدي هیدره کي خاوروته وسپاري.

دپاتي دروکسانو جسدونه لا تراوسه په کوټه کي دبولان میډیکل کالج په سړنځای کي پراته دي.

بخت الرحمن …………….نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x