افغانستان کې یو بل امریکايي سرتیری وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یو سرتیری نن دوشنبه وژل شوی دی.

په افغانستان کې د ناټو پرېکنده ماموریت هم تایید کړې چې یو عسکر په افغانستان کې وژل شوی دی خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي چې دا عسکر د افغانستان په کومه سیمه کې وژل شوی دی.

تر دې وړاندې هم په کابل کې په دوه جلا بریدونو کې درې امریکايي عسکر وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رییس ډونلډ ټرمپ د ستمبر د میاشتې په ۷مه د طالبانو په یوه برید کې  دامریکايي عسکر وژل کېدو په بهانه د طالبانو سره د سولې مذاکرات لغوه کړل.

طالبانو سره د مذاکراتو تر لغوه کولو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو وویل چې په څلورو ورځو کې يې ۱۰۰۰ طالبان وژلي دي.

د طالبانو یو استازي شیرمحمد عباس ستانکزي وروسته په یوه مرکه کې د ټرمپ د خبرو په ځواب کې وویل چې دا یې مسلم حق دی چې د خپل ځان او بې ګناه ولس څخه دفاع وکړي او د یو بهرني اشغال خلاف جګړه وکړي.

هغه وویل چې طالبان اوس هم مذاکراتو ته ژمن دي او پر دې باور دي چې د افغانستان د شخړې حل یواځې په خبرو ممکن دی او دوی تمه لري چې ټرمپ به یو ځل بیا پر خپل اعلان له سره غور وکړي او له هغه ځایه بېرته خبرې پیل کړي چېرې چې متوقفې شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

د دغه کافر د وژل کیدو مسؤل خو ټرمپ دی، کچیری د سولی هوکړه یی نوای لغوه کړې دا کافر به اوس ژوندی وو.

جميل
میلمه
جميل

دا خو ډير ښه کار سویدی
ټرمپ دی شميری