د طالبانو سیاسي دفتر یو بل پلاوي ایران ته سفر کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): له هغې وروسته چې ټرمپ مذاکرات درولي، له روسيې وروسته د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د طالبانو يو بل پلاوی ايران ته سفر کړی او د هغه هېواد له چارواکو سره يې کتلي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپلې رسمي ټویټر پاڼې لیکلي چې دغه پلاوی د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ایران ته تللی.

شاهین زیاته کړې چې د ایران بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو سره طالب پلاوي د سولې د پروسې د وروستیو تحولاتو، په هیواد کې د ایران د اقتصادي پروژو د پرمختک او خوندیتوب او د یوې دایمي سولې پر لارو چارو خبرې کړي د

سهیل شاهین په باور طالبان د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هېوادونو مثبت رول ته د قدر په سترګه ګوري.

تر دې وړاندې د طالبانو یو بل پلاوی د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته په سفر تللی و او هلته یې له روسي چارواکو سره خبرې اترې کړې وې.

ستانکزي وروسته په روسیه کې د روسیې تلویزون سره په مرکه کې وویلچې دا یې مسلم حق دی چې د خپل ځان او بې ګناه ولس څخه دفاع وکړي او د یو بهرني اشغال خلاف جګړه وکړي.

هغه زیاته کړه چې طالبان اوس هم مذاکراتو ته ژمن دي او پر دې باور دي چې د افغانستان د شخړې حل یواځې په خبرو ممکن دی او دوی تمه لري چې ټرمپ به یو ځل بیا پر خپل اعلان له سره غور وکړي او له هغه ځایه بېرته خبرې پیل کړي چېرې چې متوقفې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د امریکا جمهور رییس ډونلډ ټرمپ د ستمبر د میاشتې په ۸مه د طالبانو سره د سولې خبرې اترې د یوه ټویټ له لارې بندې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

امريکا نوره د ۲۰ کالو مخکی امريکا نده ، امريکا په خوب کی هم د هغه وخت کش نه وينی چی بيا دی دوی د۵۰ هيوادو جګړيز اتحاد جوړ کړی او هرځای چی وغواړی ډيره يی کړی يا په زر يا په زور ، د امريکا ټانګونه نور سست سویدی او نړيوالوته ورمعلوم سول چی هيڅ هم ندی . روسان هم چی پر نيمه نړی يی راج چلاوه په افغانستان کی پنچر سول ، ټس باد يی ووتی ، د امريکی هم باد وتلی ، چی څومره ځان سره وکنجوی بياهم ټوله په پوهيږی چی بوی يی کړيدی . د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

خیریت خو به وی کله مسکو ته منډی او کله هم ایران ته؟

اجمل
میلمه
اجمل

وایی چی بده ورځ پری راشی بیا هندو ته ماما وایی. اوس په طالبانو هم بده ورځ راغلی. د ایرانیانو به هیڅ کله له یاده ونوځی چی څنګه د هغوی ډیپلوتان طالبانو په مزارشریف کی ووژل. ایران سفر هیڅ ګټه نلری.

اجمل
میلمه
اجمل

زه خو وایم چی تلبیب ته ولاړ شی هلته یهودو ته ورشی ورته ووایی چی مونږه پښتانه یو د بنی اسرایل ورک قوم لدینه چی ایران ته ځی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

حمیل صاحب ! ستاسی ارزشتناکه تبصری تل لولم او سمدلاسه پوهیږم چه تاسی څه لیکلی ځکه ډیرو مواردو کی زما او ستا عقیدوی او فکری خط چه الهی نظام دی یو شان دی. په هر صورت: لمړی: امریکا کی هم د یو سلنه حریصو سرمایدارانو یهودانو او صلیبیانو له خوا نهه نوی سلنه خلک د استثمار او غلامی لاندی شپی ورځی تیروی توبیر یی زمونږ سره دا چه مونږ په زور او هغوی قانونی استثماروی . دوهم : امریکا د دوی هیواد نه دی جه دوی یی دعوی لری، د زمکی په هغه برخه چه څوک د الله ج د… نور لوستل »