داکتر عبدالله عبدالله: رواني مریض نشي کولای افغانستان مدیریت کړي – ویدیو

ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ وږی، ۱۳۹۸ل): د اریانا تلویزون له خوا د اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله تر منځ مناظرې ته اشرف غني په وروستۍ دقیقه کې حاضر نشو.

د اریانا تلویزون مسوولینو وویل چې د ولسمشر ځانګړی ګارد پي پي ایس هم د تلویزون ودانۍ ته راغلی و او ټول پلان نیولی شوی و خو په وروستۍ دقیقه کې د ولسمشر یو ویاند وویل چې اشرف غني له عبدالله عبدالله سره په دې خاطر چې معلومه برنامه نه لري مناظره نه کوي.

داکتر عبدالله عبدالله د اشرف غني له لوري مناظرې ته نه حاضریدل له بحث څخه تېښته وګڼله او ويې ویل چې اوس زه مصاحبه کوم ځکه مناظره د دوو کسانو تر منځ کیږي چې یو یې اوس نشته دی.

داکتر عبدالله وویل چې اشرف غني رواني مریض دی او نشي کولای چې افغانستان مدیریت کړي. هغه وویل چې د حکومتدارۍ په برخه کې اشرف غني د یو چا لپاره چې يې خوښ شي اداره ایجاده کړي او چې څوک يې خوښ نشي اداره یې لغوه کړي.

عبدالله وویل که ده يې مخه نه وه نیولې د مخابراتو وزارت د احصائیې ریاست برخه ګرځېدله. نوموړي همدا راز وویل چې د مالیې وزیر یوه طرحه جوړه کړې وه چې له مخې به یې ۸ میلیارده ډالر قرض اخیستل کیده چې دی یې مانع شو. هغه زیاته کړله چې اشرف غني پرته له دې چې یو سستم جوړ کړي  د یو ولسوال یا امنیه قومندان د تقرر لپاره له درې کسانو خپله انترویو اخلي.

عبدالله وویل چې دی خپل خلک پيژني، عنعنات او رواجونو سره یې بلد دی ځکه نو کولای شي سیاسي اجماع رامنځته کړي.

نوموړي په وینا اشرف غني په یوه غونډه کې له کوچیانو سره ځکه په لاس ستړې مشې ونه کړه چې یو خارجي مشاور یې ورته ویلي وو چې انفلوانزا به ورته انتقال شي. عبدالله وپوښتل داسې کس کولای شي چې سیاسي اجماع رامنځته کړي چې د خلکو او د ټولنې له کلتور سره تر دې حده نابلده وي.

د سولې په برخه کې ډاکتر عبدالله وویل چې سوله ورته اولویت لري او د سولې لپاره تیار دی چې د بریالیتوب په صورت کې له څوکۍ تېر شي.

هغه وویل چې داکتر غني د خپل ځان سره په جنګ دی، د اتمر سره يې سوله ونه کړله، د خپل لومړي مرستیال سره یې سوله ونه کړله  نو  د طالبانو سره به څه سوله وکړي.

عبدالله همدا راز وویل چې د ډاکتر غني ډیری برنامې خیالي دي چې هېڅ د تطبیق وړ نه دي.

د خصوصي سکتور د عدم رشد په اړه هغه وویل چې په دې برخه کې دوه ګونې چلند کیږي او هغه شرکتونو ته چې د اشرف غني مستقیم او غیرمستقیم ملګري او پلویان په کې دي مرسته کیږي او نورو ته مشکلات ایجادیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
هدی
میلمه
هدی

رواني ناروغ په رشتیا هم مدیریت نسي کولای، خو په ډم او آرایشګر هم ولاکه هیواد جوړ سي. ته چي خپل ټول وخت په آرایشګاه کي تیروې، یوازې په اته سوه ډالرو یو یخنکاک اغوندې تا په دا دومره موده کي څه وکړه؟ خبري کول آسانه دي ، شرم نه لرئ د هیواد وضیعت مو وګورئ بیا هم ناست یاست خبري کوئ. اصلا غیرت او همت له منخه تللی دی. کنې اوس به تاسي دواړو د شرم له لاسه ځانونه وژلي وای. د پسونو په شان ملت هم درته ناست وي ستاسي تکرارو درواغو ته یې غوږ نیولی وي.