شعـــــرونه

غزل؛ شرافت وياړ

شرافت وياړ

لونګو نه هم تور دی غنمرنګ دی یو زلمی!
ګرېوان چې څیري څیري وړي ملنګ دی یو زلمی!

چې داسې شي نو څنګه به مې زړه نه ورته کېږي!
لږ خوږ دی لږ ښایسته دی او لږ دنګ دی یو زلمی!

پوهېږې چې له کلي تورو غرو کې مسافر دی!
پوهېږي چې د چا په تهمت رنګ دی یو زلمی!

منمه چې په ډېرو به دې زور رسي دښمنه!
خو خلاص دې له پنجې او له قلنګ دی یو زلمی!

د ویاړ غوندې له یاره جدا شوی غوندې ښکاري!
د یار د بېلتانه له غمه تنګ دی یو زلمی!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x