افغانستان

پروان: د اشرف غني د کمپاين غونډه کې غبرګو چاودنو ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): څو شيبې وړاندې په پروان ولايت کې د اشرف غني د کمپاين غونډې ته څېرمه دوه غبرګې چاودنې شوي دي چې له امله يې ۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سيمې نه راپورونه وايي چې دوه پرله پسې چاودنې وروسته له هغه وشوې چې د کمپاين غونډې ته خلک راټول شوي وو.

د پروان د ولايتي روغتون رييس ډاکټر قاسم سنګين وايي چې په دغو چاودنو کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي شوي دي چې د تداوۍ لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

د بغلان امنيتي مسوولينو چاودنې تائید کړي خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

تر اوسه ددې چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

چاودنه به هغه وخت خوند وکړی چی د غنی نزدی سلاکار، حد اقل بادیګارد او یا خپله غنی ته څه نقص ورسی، تاسو خو همیشه بیګناه خلک وژنی بیا نوم د جهاد پری ګدي.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x