د وینې سرطان «۹» نښې

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): د ډاکټرانو په وینا د وینې سرطان ناروغۍ تشخیص کول د نورو سرطانونو په پرتله سخت دي، ځکه چې دا ځانګړې نښې نه لري، او چې کومې موندل کیږي هغه د نورو ناروغیو سره ورته دي.

د لوکیمیا یا د وینې سرطان ناروغي مشخصه درملنه نه لري خو د وقایې وړ ده، که چیرې هغه عوامل چې د وینې سرطان څخه وړاندې ښکاره شي ژر تر ژره ډاکټر ته رجوع وکړئ، دغه مهال یې درملنه اسانه وي.

دلته یو شمېر نښې ښودل شوي چې په بدن کې د رابرسیره کېدو وروسته تاسې ته د وینې سرطان خبر درکوي، دغه نښې په لاندې ډول دي:

همیشه د ستړیا احساس

د وزن ناڅاپي کمېدل

اشتها نه درلودل

د ورزش یا په زینو د ختلو پرمهال نفس تنګي

تبه یا ریږدیدل

د تشو بولو رنګ بدلېدل

خواړه نه هضمېدل

د پوزې یا د غاښونو وریو څخه وینه راتلل

په هډوکو او بندونو کې د سخت درد احساس

د وینې سرطان درملنه د نورو په پرتله تر ټولو سخته او کمه پېښيدونکې ده، ددې په بېلا بېلو عواملو د وینې سره کورویات کمیږي، که چیرې ناروغ ته په وخت وینه ورنه کړل شي ډير ژر یې له منځه وړلی شي.

په افغانستان کې هم زرګونه کسان د وینې په سرطان ناروغۍ اخته دي چې د ځانګړې درملنې نه درلودلو له کبله یې زیاتره خپل ژوند له لاسه ورکوي، تر دې دمه دغه ډول ناروغ ته افغانستان کې د وینې ورکولو پرته بله کومه ځانګړې درملنه شتون نه لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

الله ج د هر ژوندی شی په فطرت کی په هماغه کچه چه د معافیت مواد خلق کړی د ناروغیو او بلاخره مرګ عوامل او اسباب هم نغشتی ، حتی دغه متفکر ماغزه هم د معافیت اسباب شمیرل کیږی یعنی د متفکر ماغزو په واسطه د ناروغیو مخنیوی کوی دا هم یو ډول مواد معافیت دی مګر دا مواد معافیت د مرګ مخه نشی نیولای حتی د کومی ناروغۍ متخصص د هماغه ناروغی له امله مری او د نړی بیلونران او لوی پاچاهان چه ټول ډاکتران یی د اوامرو اطاعت کوی