
نيکولاس کې: د امریکا او طالبانو مذاکرات به بېرته پيل شي
ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې ويلي، د افغانستان جګړه له پوځي لارې نشي حل کېدای او د امریکا او طالبانو ځنډول شوې خبرې به بېرته پيل شي.
نيکولاس کې وايي، د افغانستان حکومت سره د ټاکنو په ترسره کولو کې مرسته کوي او په عين حال کې ناټو د افغانستان جګړې د پای ته سولو لپاره خپلو سوله ييزو هڅو ته هم دوام ورکوي.
د ناټو استازي ټينګار کړی، چې د افغانستان جګړه نظامي حل نه لري او بايد ټولې ښکېلې غاړې د دې کشالې د سوله ييز حل لپاره هلې ځلې وکړي.
نږدې دوه اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره نهايي شوې خبرې لغوه کړې.
د ټرمپ د پرېکړې سربېره د امریکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو، نور سياستوال، ناټو او ملګري ملتونه له طالبانو سره د خبرو بېرته پيلېدو غوښتنه کوي او وايي، چې د افغانستان جګړه بايد له طالبانو سره له سوله ييزو لارو حل شي.
طالبان هم وايي، دوی لا هم له امریکا سره د سولې هوکړې ته ژمن دي او له هوکړې وروسته به له امریکا سره اوربند هم وکړي.
د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او له امریکا سره د خبرو مشر مرکچي شېر محمد عباس ستانکزي مسکو ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي، چې دوی لا هم له امريکا سره د سولې تړون ته ژمن دي او که امریکا له سوله ييزو خبرو انکار کوي، نو افغانان ورسره تر راتلونکو سلو کلونو هم جګړې ته تيار دي.
طالبان به د سولی له هوکړی وروسته له امریکا سره اوربند کوی، خو افغانانو سره به اوربند نوی. داسی مزاکرات څوک غواړی چی له امریکایانو سره اوربند وی او له افغانانو سره جنګ.
د مظلوم بشریت د اغفال او ذهیتو مغشوش ساتلو د پاره ، ناتو، امریکا او به مجموع کی ټول استعماری قدرتونه
[ چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ]
وایی نارینه وو کی ښخی او یا ښځو کی هم نارینه شته یعنی ځینی بیغیرته نارینه او یا ځینی غیرتی میرمنی هم شته نیکولایی کی او یا نور چه د جنګ به ځای د سولی یادونه او توصیه کوی په استعماری او کفری هیوادو کی هماغه د غیرتی ښخو مثال دی