د ورځې «۱۵» دقیقې ورزش مو درې کاله عمر اوږدوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): پوهان د څیړنو له مخې دې پایلې ته رسیدلي چې هره ورځ یوازې د ۱۵ دقیقو لپاره ورزش هم د انسان عمر تر درې کالو اوږدولای شي.

په دغه نوې څیړنه کې چې د نړۍ له شاوخوا یې د زرګونو کسانو معلومات راجمع کړي وایي، چې خلک د ښه صحت لپاره په جمنازیم کې په ساعتونو ساعتونو ورزش کولو ته اړتیا نه لري، بلکې د ۱۵ دقیقې غوره ورزش د انسان د ورځني روغتیا لپاره کافي دی.

څيړونکو موندلې هغه کسان چې په ټوله اوونۍ کې یوازې ۳۰ دقیقې ورزش کوي د هغو په پرتله چې د یو کال لپاره په اوونۍ کې تر ۹۰ دقیقو ورزش کوي، د ۳ کاله زیات عمر تمه لرلی شي.

یعنې په ورځ کې ۱۳ دقیقې ورزش چې په پرلپسې ډول وي، لکه د لنډ ځای لپاره چټک مزل کول، بایسیکل چلول او آن په باغچه کې په ونو پسې ځان ځوړندول یا نور حرکات کول هم په دې اړه ګټور دي.

بل خوا هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره ورزش کوي، یا په متوسط ډول هره ورځ نیم ساعت ورزش کوي، دوی د اوسط عمر څخه د څلور کالو زیات عمر تمه لرلی شي.

نږدې ټول پوهان په یوه خوله دي چې د غوره روغتیا لپاره ورزش تر ټولو اړین دی، دا نه یوازې د انسان عمر اوږدوي بلکې د یو شمېر ناروغیو مخنیوی کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ورزش کول ښه کار دی روغتیا سره لاس اړونه لری مګر د عمر زیاتول او کمول په تقدیر کی لیکل شوی نه یوه ثانیه وروسته او نه یوه ثانیه مخکی کیږی ، دا چه د خلکو په اصطلاحاتو کی ځینی ناسمه او د نه منلو شیانو ځای نیولی جلا خبره ده ډیر ناسمه متلونه او یا ورځنی ناسمه اصطلاحات مونږ په افغانی فرهنګ کی لرو چه د حقایقو سره متضاد قطب کی قرار لری . لکه همدا په ورزش کولو عمر زیاتیږی ناسمه خبره ده