د قبضیت له منځه وړلو طبیعي لارې چارې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): تاسې به په دې اړه هیڅ باور ونه کړئ چې په امریکا کې هر کال ۲۵۰ ملیونه پیسې د داسې ناروغۍ په درملنه خرچ کوي چې په افغانستان کې هم تر ډیره عامه لیدل کیږي، او دغه ناروغي ده قبضیت.

قبضیت داسې ناروغي ده چې له دې څخه نورې ناروغۍ رامنځته کیږي او آن چې د وژونکو ناروغۍ لامل هم کیدلای شي، ددې یو ستر لامل فایبر لرونکي خواړه نه خوړل او مناسبه اندازه اوبه نه څښل دي.

دلته داسې کورنۍ نسخې په ډاګه کوو چې له درمل څخه یې اغیز زیات دی:

د شات او لیمو څخه جوړ شوی چای

ددې لپاره په ګرمو اوبو کې شات او لیمو ګډ کړئ، په شاتو کې د جلاب ځانګړتیاوې شتون لري، او لیمو د هاضمې سیستم غوره کوي او له بدن څخه د زهرجنو موادو په ویستلو کې هم مرسته کوي.

زیاتې اوبه څښل عادت جوړ کړئ

نارینه و ته ورځ کې ۳.۷ لیتره او ښځو ته ۲.۷ لیتره اوبه څښل په کار دي، ځکه چې د قبضیت یو لامل د ډکو بولو سختوالی دی، او اوبه بدن نرموي چې د ډکو په وتلو کې اسانتیا راولي، ددې لپاره د مڼې جوس هم ښه دی، خو د قبض پرمهال له کافيین لرونکي څښاکو، لکه چای، کافي او ګازي څښاک ځان وژغورل شي، ځکه چې په دې سره تشې بولې زیاتې راځي او د هغې له لارې د مایعاتو اخراج ډيریږي.

فایبر لرونکي خواړه

فایبر لرونکي خواړه په طبیعي ډول د جولاب اغیز لري، هره ورځ له ۲۰ څخه تر ۳۵ ګرامو فایبر په خوړو کې شاملول مو د قبضیت څخه ژغورلای شي، مڼه، انځر، کیوي، الو بخارا، دال، لوبیا، توره دانه او داسې نور فایبر لرونکي خواړه غوره لاره ده.

مستې

د قبضیت پرمهال له لبنیاتو ځانونه وژغورئ خو یوازې مستې وخورئ، په مستو کې داسې مواد شتون لري چې د هاضمې سیستم څخه د ډکو بولو ویستلو کې مرسته کوي او درد کموي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د