اسلام د علم او ترقۍ درس راکوي

طالب العلم کریم الله کامران

د نړۍ پر مخ ډيري ټولني د ژوند ساه اخلي. هره ټولنه د خپل پر مختګ او سمون لپاره لاسونه او پښې وهي. هره ټولنه له نورو ټولنو څخه د وړاندېتوب هيلې لري طبعي ده، چې په دې سره دې د نړۍ د ټولنو تر مينځ ژور توپير قرار ولري،نو که د نړۍ معاصرو ټولنو ته ژور پام وشي، ځينې په نړۍکې ډير پرمختګ او رسوخ لري هر څوک يې منلو ته تيار دي او پر هر چا يې راج او رواج  پروت دی، او ځينې لا هم ډيري شاته پرتې دي، په ډير لويدلي او پاتي حالت کې ژوند تيروي او په هر څه کې د پرديو په تقليد قدم اخلي خو د ټولنو ترمينځ ددې ستر توپير په رامينځته کولو کې علم او پوهه حياتي رول لوبوي.

د هغي ټولني خلګ چې د علم او پوهي په لار کې هلي ځلي کوي هغه اصلا د خپلي بقاء، پرمختګ او بهبود لپاره کار کوي او خپل راتلونکی د تل لپاره د زرو په اوبو رسموي. تاريخ شاهد دی چې يو وخت يونان د علم او پوهي د مرکز په توګه د نړۍ پر مخ اباد و د نړۍ سترو سترو فلاسفرانو له همدې ټولني نړی ته سر راښکاره کړی و.  سقراط ،افلاطون ، فيثياغورث او داسې نوري څيرې چې اوس يې هم نومونه په شد او مد سره ياديږي د همدې ټولني له مينځه راپورته شوي وې دوی په يونان کې د علم او پوهي ډيوې بلي کړي وې پر ټوله نړۍ يې راج پروت وو هر چا ورته په زړه کې احترامانه پيرزويني وړاندې کولې او  تر اوسه يې هم د علم اثار د پوهي اخبار  او د فکر اسرار د په نړۍ کې څرخيږي او خلګ ترې استفاده کوي.

کله چې د يونان د علم او پوهي ډيوې مړژواندي شوې په جزيرة العرب کې د اسلام سپيڅلي دين نړۍ ته ظهور وکړ، اسلام د عقايدو او احکامو سره د علم او پوهي ډيوه هم روښانه کړه چې په ډير لنډ وخت کې يې د نړۍ په ساره او اوږده کې پراخ نفوذ تر لاسه کړ، دا چې اسلامي علم او پوهه تر ډيره پورې د آسماني تاييد د ملتيا څښتنه وه ځکه يې له هره اړخه اغيز او تاثير بې ساري و او تر څنګ يې زموږ اسلافو هم د اسلامې علومو په نشر او اشاعت کې داسې بې نظيره هلي ځلي کړي دې چې مثال يې د تاريخ په اوږدو کې هيڅ وجود نلري. هغوی د حديث د يوې وړې ټوټې د زدکړي لپاره میاشتي میاشتي لار وهله، د حديث هغه وړه ټوټه به يې تر لاسه کول او بيا به يې تر نورو رسول. دا هم د هغو پراخو هڅو نتيجه وه چې په ډير لږ وخت کې يې نړۍ ته داسې ناشنا او مفيد فنون و پنځول چې وړاندې يې نه چا فکر کړی و او نه يې چا له ارزښته خبرتيا در لوده.

اسلامي ټولني د فنونو د پنځوني لپاره داسې وتلي اشخاص او افراد وروزل چې ټول انسانيت به يې تر قيامته د همدې فنونو له چينو څخه خړوبيږي دلته د (مشت نمونه اي خروار) په توګه د دوو درو نومونه راوړل ښه ګڼم علامه ابن خلدون رحمه الله چې د مسلمانانو ستر عالم دی.

علامه ابن خلدون رحمه الله چې د مسلمانانو ستر عالم دی اوس هم په لويديځ او عيسايي نړۍ کې د عمرانياتو په بنسټ ګر او ستر تاريخ ساز شخصيت ياديږي اوس يې هم غرب له علومو او فنونو څخه مستفيد کيږي، ابن الهيثم، ابن رشد، ابوريحان البيروني، ابوموسی الخوارزمي او دې ته ورته سلګونه نور هغه مسلمانان ساينسپوهان دي چې په لومړي ځل يې نوي نوي ساينسي افکار رامنځته او اختراعات وکړل. نړۍ يې له ساينسي پوهي سره اشنا کړه او دا نننۍ پر مختللی غرب يې اوس هم له ساينسي تجربو څخه کار اخلي، ابن سينا او امام رازي خو د يونان نامور فلاسفران شاته پريښودل او د فلسفې په نړۍ کې تر يونانيانو څو قدم وړاندې شول او فلسفه يې د اسلام په هينداره کې ځل بل کړه، دې ته ورته په اسلامي تاريخ کې زرګونه داسې  پوهان ځای لري چې اسلامې ټولنه يې په بيلابيلو فنونو سره مالامال کړې ده.

که تير تاريخ ته لا نور هم ځير شو او پاڼه په پاڼه يې واړوو نو په هره پاڼه کې به هغه ټولنه د عزت، وقار، پرمختګ، فلاح او بقاء څخه برخمنه ووينو، چې د علم او پوهي لار يې خپله کړې وې ځکه علم کله له يوه اړخه ټولنه د پر مختګ په لوري وړي له بله اړخه د علم خاوندان د ټولني له رنځونه څخه ځانونه خبروي او دردونه يې دوا کوي.  علم د ټولني په افرادو کې د خپل دښمن د مقابلې توان پيدا کوي د پردو له سياسي، فکري، کلتوري او تعليمي غلامي څخه يې ژغوري او د ژوند په هر اړخ کې ازادي ور بښي د ټولني د عقايدو، اخلاقو، فرهنګ او عنعناتو صحيح ترجماني کوي، نو د هري ټولني افراد که غواړي، چې ټولنه يې د پورتنيو نعمتونو او ښيګڼو خاونده شي، د علم او پوهي لار دې خپله کړي.  د ټولني ووړ او زوړ دې دې لارې ته اماده کړي په دې لاره کې دې هر راز هلي ځلي وکړي د ټولني د سمون لپاره دې مسلکي افراد وروزل شي او ټولني ته دې وړاندې شي تر څو په ډير عالي مورال د ټولني افراد د دين او هيواد خدمت ته تيار شي او د دې دريو واړو د پرمختګ، فلاح او بهبود لپاره چټک ګامونه واخلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

زما د هر اړخیزو معلوماتو له مخی : الله ج انسانانو ته عقل او زړه ورکړی د متفکرو مغزو به لرلو او کارولو د ژوند د ښه والی یا د ورځنی چارو د کیفیت او کمیت د ښه والی د پاره هر ډول پلانونه او ویلیو جوړوی او کاروی . مګر د زړه کړنی څه شکاره او څه مرموزه دی ښکاره کړنی یی په مناسب فشار لرلو او ساتلو د وینو پمپول مګر مرموزه دنده ( چه ساینس تر اوسه نه ده درک کړی ) زړه شپږم حس دنده تر سره کوی هغه مینه او یا کرکی او دشمنی ګانی… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

اوس ساینس هم په دی قایل دی چی زره بیله دماغه زان ته پاچاهی یا کنترولوونکی سیستم لری مخکی داسی ویل کیده چی د کنترول، ارادی او فکر زای یوازی دماغ.

اجمل
میلمه
اجمل

اسلام د علم او ترقی درس راکوی. د روانو کلونو په ترڅ کی چی طالبان ادعا د ۶۰-۷۰ فیصدو د خاورو د کنترول ادعا لری او هلته اسلامی شریعیت روان دی څومره هلته علم او ترقی ته په دغو ساحو کی کار شوی؟ کوم جومات کومه مدرسه ترقی څه ته وایی. سرک ورانول، جوماتونو کی انتحار کول، د برق او تلیفون پایی ورانول، د شفاخانو او مکتبونو سوځول آیا همدا اسلام مونږ ته د علم او ترقی په نوم درس راکوی؟ علم او ترقی د حکومت لخوا روانه ده د کابل وران ښار د مجاهدینو په لاس بیرته آباد شو،… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

طالب بل متخصص نه منی بس یوازی به مولوی فلانکی د صحت وزیر، د تجارت وزیر، د مالیی وزیر د اقتصاد وزیر د ترانسپورت وزیر او …. وی. زه طالبان دی دیر نژدی پیژنم دیره مغروره طبقه ده البته افغانستان کی.نوره اسلامی نری کی طالب العلم د اخلاقو او انسانیت سمبول وی، عجز لری حلم لری، همپذیری لری بردباری لری….. خو زموژ طالبان اکثریت لنگوته پر تیک رایله کوژ کوژ کیزی ته وایی د افلاطون ورک ورور دی دی په اصل کی به دی د صدرا او تحریر اقلیدوس مبتدی طالب وی.

جميل
میلمه
جميل

علم او پوه لکه څنګه چی ليکوال صاحب سره مغالطه کړی سمه خبره نده او داچی فلسفه يی دومره ارزښتمنده کړی بياهم غلطه خبره ده ، مونږ مسلمانان چی کله علم يادوو هغه يوازی او يوازی الهی علم دی چی د يو امی(بيسواده) په وينا مونږته راکړه شويدی چی په ټوله نړی کی تر هغه پورته عالم نه وينو. داچی مونږ يو غټ ډاکټر ، انجنير او يا کوم فيلسوف ووينو چی احمقانه خبری او کارونه کوی هغه عالم نه جاهل دی خو پخپله رشته کی به پوره مهارت او پوه لری ، غزالی(رح) زرکاله مخکی فلسفه مردوده او ناچله… نور لوستل »