طالبان: په کابل ښار او پروان کې مو سرتېرو بریدونو کې امنيتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): نن له غرمې وروسته د پروان ولايت په مرکز چاريکار او د کابل ښار نهمې  حوزې کې د دفاع وزارت پر پيژنتون رياست د دواړو سرتيرو بریدونو مسؤوليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د کابل ښار نهمې حوزې ميکرويانو سيمه کې د دفاع وزارت پيژنتون رياست مخته پر راټولو شوو افسرانو سرتېری برید وشو، چې له امله يې ګڼو افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنيو چارو وزارت او د کابل پوليسو د دفاع وزارت پيژنتون مخته د چاودنې پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې تر اوسه څه نه دي ويلي.

پروان کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني ټاکنيزې غونډې ته څېرمه د چاودنې مسؤولیت هم طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د دوی يوه سرتيري بریدګر د پروان ولايت په مرکز چاريکار جنګل باغ سيمه کې د پوليسو تعليمي مرکز په نظام قراول کې د جمهوري رياست پر ځانګړي ګارډ سرتېری برید کړی، چې له امله يې د ملي امنيت رياست او د جمهوري رياست د ګارډ ۲۸ عسکر وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د پروان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر قاسم سنګين رسنيو ته ويلي، په دغه پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې ياده سيمه کې د ګډ حکومت د مشر او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د نوماند اشرف غني ټاکنيزه غونډه هم روانه وه او نوموړی هم په دغه غونډه کې حاضر و.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دوی پخوا هم عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې په ټاکنيزو غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او اوس يې يو ځل بيا پر خلکو غږ کړی، چې له پوځي مرکزونو او ټاکنو غونډو لرې ګرځي.

طالبان وايي، دواړه سرتيري بریدونه يې د حکومتي ځواکونو له لوري د عامو خلکو پر کورونو، مدرسو، کلينيکونو او جوماتونو د شپنيزو چاپو او عملياتو په غبرګون کې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

کافر د خیر پر غوندی ورته ناست دی مسلماانان افغانان په یو اوبل نامه سره وژنی دیر د افسوس حالت دی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

عبدالله وروره
که ته له افغاني په اصطلاح. مسلمانانو ګوډاګيانو سره خواله وکړې نو درته مالومه به شي چې سور اشغالګر کافر چې زمونږ او تاسو هيڅ هم نه کيژي په دې ذليلو ګوډاګيانو باندې د وحشت ، درندګی او د مقاومت د غازيانو په وړاندې د بد نيت له مخې شرف لري.

د ټرمپ يوه ټويټ ته نڅيدونکي تش په نوم افغانان کله هم د عاطفې او ترحم وړ نه دي.

عبدالله
میلمه
عبدالله

غوربندی صاحب! اول دا مطمین اوسی افغانی یم. دوهم: ماته هم طالب او هم حکومت شه معلوم دی په دوارو کی په لوره سطحه دوستان لرم. دریم: ترمپ خو کافر دی او یو تعداد ملحدین او منافقین خود د زان سره لری، ته هغه کافران پریژده او زموز یو تعداد حلقه بگوش هم پریژده زکه هغه معلوم دی. زه هم د اشغالگرو دوشمن یم او هم هغه غندم چی ددوی تابعت په نتیجه کی خپل مظلوم اولس په رندو چاپو کی وژنی، خو دا دلیل نه سی کیدی چی د یو نفر د قتل دپاره طالبان هم په مسجد کی… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

آفرين طالبانو دا د غاصب کفارو منافق ياران او د ګران افغانستان پلورل شوی ملی خائنين داسی وژنی چی د ژوندو څخه يی لاره ورکه شی ، که دا نامرده نمک حرامه او د دين او د هيواد دښمنان سبا د غاصب کفارو غلامی پريږدی غاصبين پخپله وزی . دا خدای وهلی پدی نه پوهيږی چی د بهرنی کفارو په خوښه او امر خپل مسلمان افغان قتلوی او يا ژوندی يی کفاروته سپاری ، ښه په پوهيږی چی څه کوی خو شيطان لعين دغه دنيا او د دنيا ډالر ورته زينت کړی او په ډالرو يی ړانده کړیدی . تف… نور لوستل »

امین
میلمه
امین

جمیل وروره : داپه پروان کی چی دامردارد مرګی ستا طالب په عوامو باندی وکه داغلامان ؤ داکافرو ۲۶ بی ګنا خلک یی شهیدان کړه. دیوچاغونډی ته راتګ کفر دی ؟ دیوچاخبری اوریدل کفر دی ؟ دخبرو اوریدونکی واجب القتل دی ؟ دعامو خلکو په منځ کی ځانمرګی ته افرین مه ورکوه . هغه چاته افرین ورکړه چی دالله ج او رسول ص داحکامو لاندی دکفرسره مبارزه کوی نه دپاکستان فرمایش پوره کوونکوته .

عبدالله
میلمه
عبدالله

جمیل! ته فرض کره چی دا پوشتنه ستا خخه یو کافر کوی نو ستا جواب د اسلام له نظره ورته سه دی؟ دا شزی او عام اوریدونکی کافران وه؟؟؟ ایا تنها په اوریدو دوی واجب القتل وه؟؟ په کوم شرعی استناد؟؟؟؟ د چا په فتوا؟؟؟ د عالم نوم ذکر کره؟؟ بالغ چی هرشی بولی، دا معصوم ماشومان هم کافران او واجب القتل وه؟؟ زانمرگی خو حتی مولانا فضل الرحمن لا ناروا اعلام کر ته په کوم شرعی حواله زانمرگی روا بولی؟؟؟ د فقه د اصولو لمخی پر قطعی حرام د حلال حکم کول یا باالعکس سری پری کافر کیزی، که… نور لوستل »

طوبی امارتی
میلمه
طوبی امارتی

د نن ټکی اسیا له چلوونکو ډیره کننه کوم خو یو وړاندیز ورته لرم که خفه کیږی نه نو املا ته مو لږ پام کوی ځکه چی دا منافقین بیا نوری نوری خبری کوی هغوی خو غواړی چی موږ او تاسو کی یو کوچنی خلا پیدا کړی او بیا ډنډوری جوړی کړی . نو زه چی ستاسی زیات مطالب ګورم نو یو څه املایی غلطی ګانی لری. مننه

اجمل
میلمه
اجمل

طوبی امارتی ته: ته چیری داسی د پښتو ژبی د ادبیاتو استاد یی. په لومړی سطر کی د څه لیکلی؟ (د نن ټکی اسیا له چلوونکو ډیره کننه کوم) کننه څه ته وایی؟ داسی یوه یوه اشتباه راځی له هر چا څخه. تر کومه ځانه چی زه یی ګورم د نن ټکی آسیا په لیکنه کی البته زما د کم علم پر بنیاد داسی د توجه وړ خلا ګانی نشته. په پارسی کی وایی: عاقلان پشت نقط نګردند. زه خو خپله پښتو لیکنه او زده کړه له همدی ځی څخه کوم. هم ځان خبروم چی طالبانو بیا څومره بیګناه افغانان… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

امين خانه ! دا چا چا چی يادوی ولی يی نوم نه اخلی چی بيشرفه غنی ، تاسی هم په شرميږی چی نوم يی واخلی ؟ د غاصب کافر او د هغه د منافق ملګری وژل غزا ده ، احکام يی په قرانکريم او احاديثو کی راغلی نه د بی همتو تور لينګيو پنجابيانو په کتاب کی ، نبی رسول الله(ص) پاکستانی نه عرب و او قراکريم هم په عربی دی . د هيواد آزادی غوښتوکی مجاهدينو چی تاسی يی کافر بولی په وار وار اعلان وکړ چی په کفری جعلی انتخاباتی کمپاين کی شرکت مه کوی او دا د… نور لوستل »

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

که د تاسی په یاد وی تیره ورځ عبدالله عبدالله هم ټاکنیزه غونډه درلوده او همدارنګه حکمتیار هم په بدخشان کی غونډه درلوده ولی دهغه پلویان هدف نه ګرځول کیږی چی تنها په اشرف غنی پسی را اخیستی له دی داسی ښکاری چی د عبدالله او پاکستان طرحه د سولی لپاره یوه ده. او همدارنګه دواړه پاکستان او عبدالله کوښښ کوی چی غنی له صحنی وباسی او دواړه طالبان او جمعیت په کابل د قدرت لپاره عوامو وژل ته ۱۳۷۰-۱۳۷۳ کالو په شان دوام ورکړی او پاکستان وکولای شی دلته په خړو اوبو کی ماهی ګیر کړی.٫#######################