
ارګ: د بهرنیو هیوادونو له لوري د طالبانو مېلمه پالنه د اصولو خلاف ګام دی
ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې له قطر دفتر څخه یو طالب پلاوی تر روسیې وروسته اېران هیواد ته په سفر ولاړ او تر څنګ یې سیمه ییزو هیوادونو ته د ورته سفرونو د غځېدلو خبرونه خپاره شول؛ ارګ یې په غبرګون کې ویلي، د بهرنیو هیوادونو له لوري د طالبانو مېلمه پالنه د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف ګام دی.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» چې په کابل کې يې یوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « طالبان د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او د بهرنیو هیوادونو له لوري هغوی ته بلنه ورکول او یا د هغوی مېلمه پالنه کول د هیوادونو تر منځ د اړیکو د اصولو خلاف ګام دی او د افغانستان حکومت ته چې همېشه د ګاونډیانو سره ښې اړیکي غواړي؛ هیڅ د منلو وړ نه دی».
صدیقي زیاته کړه « طالبان تشدد او افغان وژنې ته ادامه ورکوي او په عین وخت کې په ډېر ویاړ ددې ډول بریدونو مسئولیت اخلي. جنګ، جګړه او تشدد د هغوی شعار دی».
یاده دي وي، چې ارګ داسې مهال سیمه ییزو هیوادونو ته د طالبانو سفرونو وراخطا کړی، چې د شنونکو په باور، طالبان د بریالۍ ډيپلوماسي په مټ توانېدلي، له نړیوالو هیوادونو سره خپلې اړیکې غښتلې کړي او په دې توګه ځان د یوه پیاوړي نظامي ځواک تر څنګ د یوه سیاسي ځواک په حیث هم مطرح کړي.
د غلامی اداری ټول ویاندان پیمخی هلکان دی اکثره اشغلګر همجنسبازان وی یعنی د نجونو په ځای هلکان خوشوی. د هغوی د خوشالی او ساعت تیریو د پاره یی دوی استخدام کړی . اصل موضع دو : صدیقی اصل کی د امریکایانو ویاندوی دی وایی چه د هیوادو له خوا د طالبانو بلنه غیر قانونی ده . مګر دا قانونی ده چه د بل هیواد خارجه وزیر د هغوی په سفارت کی د یوه په ځای دوه ریسان ( دوه میرمنی ) وټاکی ؟ د دی غیرقانونی بودن د پاره دلیل راوړی چه طالبان نړیوالو ته چدی ګواښ دی یعنی… نور لوستل »
اوس مومنافقت څرګند سو، په درواغو مو د سولي نارې وهلې کله چي یې وخت راورسېدی د خپل بادار سره لکه چغالان پر شا سواست او اوس حتا دا لا نسئ زغملای چي بهرني هیوادونه دي د طالبانو مېلمه پالنه وکړي؟!