دروغګوی حافظه ندارد!

شاهد (غزنیوال)

له څه وخت سکوت وروسته ښاغلي حکمتیار یوځل بیا د طالبانو خلاف خوله خلاصه کړه.

نوموړي له طلوع ټلویزون سره په خپلې وروستۍ مرکې کې پر نورو توضیحاتو سربیره د طالبانو تحریک د تأسیس په اړه هم وګړیده او د هغوی د تأسیس ځای یې د کويټې ښار وباله.

دلته مونږ له ښاغلي حکمتیار سره دې سپیناوي ته اړتیا نه لرو چې ووایو د طالبانو تأسیس چیرته شوی؟ بلکې یواځې نوموړي ته د ده هغه درواغ وریاد وو کوم چې یې ۲۶ کاله وړاندې د طالبانو د تحریک د تأسیس په مهال له غربي رسنیو سره په مرکو کې ویلي او بیايي په خپل (پټې توطئې او بربنډې څیرې) نومي کتاب لیکلي دي.

نوموړي هغه مهال فرمایلي چې (( د طالبانو تحریک په اسلام آباد کې د یوه انګریز دیپلوت لخوا جوړه شوې پروژه ده چې په اصطلاح د مجاهدینو !!! د وهلو په غرض یې ایجاد کړې)).

که د فارسي متل (درغګو حافظه ندارد ) له مخې د ښاغلي حکمتیار هغه دروغ له حافظې وتلې وي، خو د کتاب په پاڼو کې اوس هم ثبت دي ، ده ته په کار دي مخکي تر دې چې د طالبانو خلاف د بلې افتراء اختلاق وکړي لومړی باید هغه مخکینۍ تکذیب کړي.

په هرصورت ! د حکمتیار په سیاست کې درواغ ویل له فضیحت څخه د ځان ژغورنې غوره تکتیک دی چې دی ورکې ځانګړی
مهارت لري.

له طالبانو سره د مذاکراتو تر سره کول یې هم د دې کاذبانه سیاست مختلقه ده چې هیڅ واقعیت وجودي نه لري.

ځکه طالبان له هغه حکومت سره چې ښاغلی حکمتیار یې یو سولیدلی عنصر دی ، مذاکرات د ځان توهین ګڼي نو له حکمتیار سره به يي څرنګه وکړي؟

د حکمتیار صیب د مذاکراتو اصلي ماجرا دا وه چې د نوموړي استازیو ته دکوم کانفرانس په حاشیوې خبرو کې له یوه طالب مشر سره د ملاقات زمینه برابره شوه هغوی ورته ګیله وکړه چې طالب رسنۍ د حکمتیار خلاف تبلیغات کوي ، طالب مشر ورته په ځواب کې وویل : (( د امارت نشراتي آرشیف ستاسي په مخ کې پروت دی ، که په تیرو ۱۸ کلونو کې د طالبانو په رسمي رسنیو کې هسي د حکمتیار نوم یاد شوی و زه تاسو ته ناغه درکوم، ځکه طالبان اصلا دیته وخت نه لري چې د حکمتیار خلاف تبلیغات وکړي، خو که حکمتیار غواړي چې د خپلو مخالفینو له تبلیغاتو خوندې شي نو دی دې د هغوی خلاف سپکې سپورې نه وایي ))

دا ګیله که حکمتیار صیب په مذاکراتو تعبیروي هغه یواځي د ده عندي تعبیر دی ، کنه مذاکرات په سیاسي لحاظ خپل ځانګړی تعریف لري.

په نبوي حدیث کې د منافق لپاره دری نښې ښودل شوې دي:

دروغ ویل ، وعده خلافي کوي او په امانت کې خیانت کول.

دروغ ویل او وعده خلافي کول خو یواځې د طلوع په یوه مرکه کې پر ښاغلی حکمتیار ثابت شول ، د منافقت د بلې نښې د اثبات لپاره یې د ارواښاد خالص بابا دهغې فکاهی راوړل دلته مناسبه ګڼم کومه چې یې ۳۵ کاله وړاندې حکمتیار ته ویلې وه.

مرحوم یعقوب شرافت کیسه کوله چې حکمتیار صیب د قرآن کریم د المنافقون سورت تفسیر لیکلی و او خالص بابا ته یې د کتلو لپاره وړاندې کړ .

خو خالص بابا چې په علمي لحاظ یې د قرآن کریم تفسیر د حکمتیار تر سویه ډیر لوړ کار باله بغیر له دې چې هغه وګوري ورته کړل یې چې سل په سلو کې دي ښه تفسیر لیکلی!.

وای حکمتیار ورته کړل چې تا خو له سره هغه کتلی نه دی نو ته یې څرنګه پر سم والی حکم کوي؟!

خالص بابا ورته ویل چې زه ستا له شخصیت څخه د خپل برداشت او تجربې له مخې دا وایم چې دا تفسیر دي سم لیکلی ، ځکه دا د المنافقون سورت تفسیر دی او تا ته خپل خاصیتونه ښه معلوم دي چې دلته به دي هغه په ښه وضاحت سره لیکلي وي…

به هررنگی که خواهی جامه می پوش —- من از طرز خرامت می شناسم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
19 د تبصرو شمېر
10 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
احمد
میلمه
احمد

غزنيوال صاحب ليوني خو الله تعالي معاف مخلوق پیدا کړ‎ی د گلبدین لیونتوب خو أوس له هيچا پټ نشو پاتی بغير د څه تعداد هغو قسم خوړ‎لو یارانو یی چی د هغو فيصله دا ده كه گلبدین مشرک شی هغوي هم له توحيده ورسره منكريږ‎ی نور خو يي بي ايماني بي ثباتي تزلزل بي وفائي خيانت د ملت سره جفا چور چپاولُ قتل بي ترحمي او داسي لسگونه غيبوبه يي ددي نوي تسليمي سره مالوم شؤو

عبدالسلام سلام
میلمه
عبدالسلام سلام

په ایمان دې ووېرېږه داسې بد مه وایه

جميل
میلمه
جميل

که څوک غواړی پوه شی چی الله تعالی څنګه مغروره ګمراه او ذليله کوی ګلبيدين ته دی وګوری .

اجمل
میلمه
اجمل

وایی لمر په دوه ګوتو نه پټیږی. که کویټی کی د طالبانو تحریک جوړ شو او یا په اسلام آباد، خو یوه خبره واضحه ده او هغه دا چی دا تحریک په پاکستان کی جوړ شو چی موسس یی هم نصرالله بابر ووه. آیا لدی خبری څخه اینکار کوی؟

عز الدین
میلمه
عز الدین

حقیقت همدا دی، خو دوی لمر په دوه ګوتو پټوي

محمد جمیل
میلمه
محمد جمیل

وا د حکمتیار مدافعینو! خبره ولي په بله خوا بیایئ؟ غزنیوال وايي چې حکمتیار چې دروغ وايي په تول برابر دې ووايي او یوه خبره دې وکړي، ځکه د طلوع په مرکه کې پر طالبانو د ده الزام د ده پخوانی الزام تکذیبوي. د حکمتیار د پخوانیو دروغو له مخې هغه وايي چې طالبان د انګریزانو پروسه او بنسټ یې هم د هغوي لخوا په اسلام آباد کې شوی. خو اوس يي هغه دروغ له یاده وتلي او وايي چې نه د طالبانو تاسیس په کویټه کې شوی ، معنا هغه خبره چې دطالبانو تحریک د انګریزانو لخوا په اسلام… نور لوستل »

Ahmed
میلمه
Ahmed

دا سړئ قابل ده افسوس ده
چی په کو رکشېنی او له سېاست څخه لاس واخلی دا به ورته ‌‌‌‌‌‌ډيره شه وې
شرېعت ته چندانه ږمن نه ده
له حالاتو سره څان بدلوی
دا ده انسان ده اخرت لپاره ‌‌‌‌‌‌ډير خطرنانک ده
الله ج
دی زمونږ حفاظت وکړی او. هم رحم
راباندی وکړی

عز الدین
میلمه
عز الدین

دروغجنه! هغلته وايي هيڅ مذاکرات نه وو، او بیا وايې چې بیا یې خله خلاصه کړه، یعنې څه وو چې د (بیا) تعبیر دې ورکړ، رښتیا هم چې حافظه نه لرې، ستاسو پیدايښت خو معلوم دی، شرمېږئ پرې مه، نصر الله بابر، مشرف او دغه ډول نور، تاسو رښتيا هم د حزب اسلامي په خلاف زېږېدلي وئ، خو شرم نه درځي چې دغه ډول غیر اخلاقي ویناوې کوئ، اګر چې ستاسو کړنې غیر اخلاقي دي، نو قول خو د عمل څخه ډېر اسان کار دی، سپک چلند مو همېش کړی ذلیل معلوم دي، که یو بادار ترې ليرې شي، د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

په والله که اوس وخت د دی وی چی په هر چا پوری خبری او مړنډی ووهی. دا د ښخو کارونه په لحاظ د خدای پریږدی. تاسی خلک هر څوک ټکوي خو خپلو کړو ته مو پام نشته. صرف پدی یوی میاشت کی مو په زرګونو بیګناه خلک شهیدان کړل، د وطن او د خلکو اقتصاد ته مو لویه ضربه ورسوله، د برق پایی چی عامه ملکیت دی هغه مو ویجاړی کړې دانو تر ټولو بیغیرتی ته چی زور مو په عسکرو ونرسی بیا د برق پایی وهی. په ښارونو کی مو خلک شهیدان کړل، ستاسو او د کافرو هیڅ… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

هغه ګلبدین چه زه پیژنم، د ښاغلی اصطلاح ورته کارول ددی اصطلاح توهین دی . د سوړ جنګ د غلامی تړون تر لاسلیک کولو د مخه حکمتیار مجاهد وو او له هغه وروسته وپلورل شو ځکه یی سپیڅلی جهاد ته د سوړ جنګ ( د امریکایانو او روسانو نیابتی جګړی ) نوم ورکړو . د روسانو له وتلو وروسته یی د خبل منځی جنګو د باره [ چه جهاد او مجاهدین او به ټوله کی الهی نظام بدنام کړی ) وکارولو. دوهم اشغال کی یی ورله مافیاوی ګوند په دوه شاخو وویشلو یوی شاخی ته د ارغنديوال په مشری غلامه… نور لوستل »

محمد افضل صافی
میلمه
محمد افضل صافی

دایشیا په دبستان کښي چی استاد تا لوستله هغه وخت کښي سی پاره
اوچی ځان را پړ سوی خدای دی خوار کړه ته اودغه قواره
او یا دا:

ټیټ می بوله غوزڅنګ راباندی مګړه
زه پدی افتادګی کښی لوی ګړنګ یم

عزالدین
میلمه
عزالدین

نه مو مخکې منلی او نه یې وروسته د دې جرات کولای شئ، تاسو د بدل ورکولو والا نه يئ، او ستاسو په مرداره خله څوک حساب کوي، د حزب مجاهده نه مو سوله منم او نه جهاد، دا ستاسو شعار وو، د دې سره به جهنم ته ځئ ان شاء الله، د هغه په څېر مسلمان او زړور شخصیت ستاسو په ټوله ډله کې نشته، نه مو نظام شته نه قانون، د اووه کلنې ناکامې دورې څخه وروسته په ناکامۍ پر شا شوئ، د خبرو کولو توان مو نه درلود، همغه د جهاد او هجرت درکړ، اوس دغه ډول… نور لوستل »

عبدالسلام سلام
میلمه
عبدالسلام سلام

د دوو جهادونو سالار او قاید پسې داسې سپکه لیکنه کول د ټولو مجاهدینو او اسلامپالو خلاف لیکنه ده

مجاهد
میلمه
مجاهد

له ګلبدین څخه پوښتنه وکړی چه هغه د دوه جهادو سالار او که پلورونکی دی

ايمل خوږیانی
میلمه
ايمل خوږیانی

ګلبدین په حقیقت کې د دو جهادونو نوم بدوونکی او پلرونکی دی ، نه د دوو جهادونو سالار.
په لومړي جهاد کې د تنظیم جنګي اساس کیښود او د امریکايي یرغل په مهال د اشغالګرو تر ځغ لاندې په ذلت سره ودریده ، له دغو دوو فتنو پرته د ګلبدین بله توره که تاسي وینۍ هغه را وښیاست.
ښاغلی غزنیوال ډیره پرځای توصیه ورته کړې چې د طالبانو په اړه دې لومړی افتراء واخله بیا ورباندې بله لګوه…
دګلبدین دروغ د غزنیوال تور نه دی ، بلکې د ده په خپلو لیکنو کې دغه چټیات لیکلي پراته دي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

کیدی شی عبدالسلام د ګبدین مستعار نوم وی مخکی حقیار که حقمل وو د هر موسم د پاره به جلا جلا نومونه لری

فولاد
میلمه
فولاد

دومره وایم چې غزنیوال خپلې شخصي عقدې د امارت په پوښ کې نغاړي الله دې ورته هدایت وکړي، یوالي ته باید کار وشي نه سپکې سپورې او تهمتونو ته.

حنيف منير
میلمه
حنيف منير

فولاد صيب تاته څه معلومه سوه چې غزنیوال له حکمتیار سره شخصی عقده لري، شخصی عقده خو دا وي چې یا په پوله او پټي سره بد وي او یا نور داسي ستونزه وي چې لامل یې په شخص پوري تړلی وی، ما چې د حکمتیار صاحب په اړه د غزنیوال صاحب لیکنې وکتلې هغه ټولې د نوموړي د مواقفو په اړه دي ، نه له هغه سره دکومې شخصي ستونزې له امله …
دا هم د حکمتیار په اړه د غزنیوال د لیکنو څو بیلګې :
https://www.nunn.asia/112906/%d8%af%d8%b1%d8%ba%da%ab%d9%88%d9%8a-%d8%ad%d8%a7%d9%81%d8%b8%d9%87-%d9%86%d8%af%d8%a7%d8%b1%d8%af/

https://www.nunn.asia/99828/%d8%af%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%ac%d9%86-%d8%ad%d8%a7%d9%81%d8%b8%d9%87-%d9%86%d9%87-%d9%84%d8%b1%d9%8a/

https://www.nunn.asia/112462/%d8%ad%da%a9%d9%85%d8%aa%db%8c%d8%a7%d8%b1-%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%ba%db%8c%d8%b1-%d9%85%d9%88%da%a9%d9%88%d9%84-%d9%85%d8%af%d8%a7%d9%81%d8%b9/

احمد
میلمه
احمد

عبدالسلام سلاًم صاحب چی ته ورته د دوو جهادونو سالاز وايي نو بيا دا سالاز صاحب أوس كابل كي د امريكايانو خوا كي څه كُوي سلام صاحب ته له لمر نه ستركب پټوی الله ته به هم همداسي جواب ويرتكي يي خپل ایمان د بل د دنيا لپاره مه خرڅوه

احمد
میلمه
احمد

د جهادونو سالازان خو په امريكايانو استشهادي حملي بايد وكړ‎ی آؤ که دارالامان كي ورته 85 ميليون افغاني د اشرف غني له خوا وركول شي تَر څو لوبي حركي ته مزاهمت ونه كري

غوربندي
میلمه
غوربندي

دا سړی معاف کړی
کابل کې یې شتون په دوو دلایلو مفید دی:

اول: د مقاومت صف د تعدد له انتسابه خلاص شو والحمدلله
دوهم: هومره بد نه دی چې له جنایتکارې ټلوالې او ډالري مجرمو او بې دینه ګوډاګیانو سره یې وینه ګډه شي،، د طالبانو له پوتانشیل څخه په استفادې د ګوډاګیانو پر ضد ډېر څه (قولا او دسیستا) کولای شي.

مجاهد
میلمه
مجاهد

په فیس بوک کی می د یو پشتون کمونست ( چه اوس نشنلست شوی وو ) سره مناظره لرله ، د ګلبدین دفاع یی کوله حیران پاتی شوم ما تری پوښتنه وکړه چه ګلبدین خو اخوانی او تاسی ملحدین یاست څرنګه د هغه دفاع کوی ؟ هغه راته وویل له هغه وروسته چه ګلبدین د نورو جهادی رهبرانو به شان د امریکا سره یی د غلامی سوړ جنګ تړون لاسلیک کړو د ډالرو بهیر جریان پیدا کړو بیلونر شو پخوانی زړی عقیدی یی عملی بڼه کی پریښی صرف په خبرو کی د خلکو د خطا ایستنی د پاره اوس هم… نور لوستل »

عبدالله
میلمه
عبدالله

یو د طالب د طرفدار نظر دی بل د گلبدین د طرفدار نظر دی، دواره زانونه محترم او پر حق بولی خو عام ملت او بی طرفه اولس او واقعی مسلمان دواره ددین دوشمنان خخه کم نه گنی، صحیح ده چی کلیمه وایی خو د دوارو لاسونه د ملت په وینو رنگ دی دواره د پنجاب غلامان یاست دواره خود خواه او پر زانو مین یاست. مولوی خالص به وای ویل چی د گلبدین او استاد سیاف په ایمان کی زما شک دی او داسی هم ور خخه نقل شوی چی گلبدین د اور پرتوگ دی که یی اغوندی په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

دا د دوو جهادو سالار ؟ په څومره آسانی کفارو ته تسليم شو ، نه يوازی داچی جهاد ته يی شا کړه بلکی په مجاهدينو پسی بد رد هم وايی او غاصبو کفارو ته يی تسليميدل غواړی . د ګلبدين خواخوږوته : جهاد کول يوازی د الله(ج) د کليمی د لوړ والی لپاره دی نه د يوه شخص لپاره ، که ستاسو څخه وپوښتل شی چی سياف څنګه دی ، د هغه رتبه خو بايد تاسوته تر ګلبدين ډيره پورته وی پدی چی هغه د لمړی سره غاصبو امريکايانوته تسليم و . دا منم چی اسلامی حذب نسبتاََ پياوړی او… نور لوستل »

عزالدین
میلمه
عزالدین

چې ګڼ ملګري يې په شهادت ورسېدل، تسلیم نه شو، پلار وروڼه یې ورته په شهادت ورسول تسلیم نه شو، امریکایانو ورته د راتګ پر مهال د ولسمشرۍ وړانديز وکړ تسلیم نه شو، اوس به څنګه تسلیم شي، بې غیرتو، پرېږدئ چې سیاست درته وچلوي، په خبرو کولو نه پوهېږئ، سهیل شاهین صاحب مو سترګې وهي، ستانکزي په افغانانو کې په غلطو او بې ځایه څرګندونو نفرت پیدا شوی، پرېږدئ چې د اسلام درته دفاع وکړي، پرون یې د بی بی سی سره مرکه کړې، تاسو او خدای داسې منطقي دلایل به وویلای شئ، ستاسو خو صرف همدا پوچې زده… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښه سینما ده البته ځینی فلمونه ئې ډېر تراژدیک دی.زه د حکمتیار طرفدار نه یم خو ښاغلی مجاهد! دی لطفاً د نورو د تبصرو د جواب تر څنګ د اجمل خان ښکلی تبصرې ته ځواب ووائی. بله دا چی ګوری وړونو دین وطن وولس او فکری – عقیدتی ارزښتونو ته فقط او فقط باید د اخلاص او عندالله له کړکۍ وکتل سی او بس د یو شخص یا ګوند د بدو یا ښو کړنو د قضاوت معیار باید فقط تقوا او خوف وی که نه په والله ځای مو جهنم دی. په پټو سترګو یا په قومی او سمتی او… نور لوستل »

عزالدین
میلمه
عزالدین

هوښیار سړی احساساتي کېږي نه، که طالبانو کې دروند شخصیت موجود وای، داسې ليکلو ته به یې خپل لیکوالان نه وی پرېښی، خو لکه چې د ملاعمر څخه وروسته خبره ګلجانۍ ده، مشر نه لري، هر څوک چې احساساتي شول هر څه يې وليکل، بې منطقه ليکل، بې ځایه استدلال. بل دا چې هغه څومره تجاوز وکړ، هغومره تجاوز وکړه، نه دا چې، چا پښې درماتې کړي او تاسو يې مړ کړئ، په دې حساس وخت کې د اسلامي ډلو تر منځ، او د داسې عظیم شخصیت توهین ليکل د ځان توهین دی، پرته له دې چې ولس کې خپله… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

بسم الله الرحمن الرحیم دی کی هیڅ شک نشته چی د ننی اشغال په مقابل کی اصلی، موثر او په خپل خبری ولاړ قوت ماشآءالله طلباء کرام دی. الله تعالی مهربان دی، چی دا خبیث اشغال هر څه نه مخکی ختم شی او دوی، د الله متعال په قوت او مدد سره، د هیواد امنیت او اداره په خپل لاس ونیسی او هر کار د هغه اهل ته وسپارل شی، ترڅو دیو باثباته مسلمان، مدرن او نړی سره د ښی روابطو یو غیشتلی افغانستان بنیاد کیشودل شی. داسی هم ونکی چی مخکنی مجاهدین غوندی، مجرمین، خائنین، غاصبین، تجزیه غوشتونکو او… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

عزالدين ته ! دا ښه خبره ده چی د حزب يو اوسنی دو آتشه غړی هم شته ، نور حزبيان به يی هم ښه و پيژنی چی د دوی مشران څوک دی ، څه وايی او څه کوی . تاسی تيار لکه اوسنی مشر صاحب غوندی ږغيږی ، او ډير وياړلی هم ځان ايسوی . ما ته هيڅ اړتيا نه وه چی زه دی درواغ ووايم چی يو وخت ګلبدين پر ما ګران و . تاسو ليکلی چی ګلبدين عالم دی ، تساسو خبره ، ګلبين دومره عالم دی چی په دا زرو کالو کی داسی عالم مور ندی زيږولی… نور لوستل »