امریکايي چارواکي: سعودي کې د تېلو پر چڼځايونو برید د ایران له خاورې شوی

ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ وږی، ۱۳۹۸ل): امریکايي چارواکي وايي، هغه ځای يې معلوم کړی، چې له کوم ځایه د تېرې شنبې پر ورځ سعودي کې د تېلو پر دوو سترو چڼځايونو بریدونه شوي دي.

«سي بي ايس» تلويزوني شبکې د يوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ليکلي، دا بريد د ایران په سويل کې د خليج شمالي څنډې ته له نږدې سيمې شوی دی.

د چارواکي په وينا سعودي د يمن لور ته د هوايي دفاع سيسټم نصب کړی او له هغه لوري د هر ډول توغنديز برید مخه نيولی شي، خو دا برید د ایران له لوري شوی؛ ځکه يې مخه نه ده نيول شوې.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ويلي و، دا برید د يمن حوثي ملېشو نه دی کړی، بلکې د ایران له خاورې شوی دی.

ټرمپ ګواښ کړی و، چې د دې برید په ځواب کې به د ایران پر ضد پوځي ګام پورته کړي، خو په دې شرط، چې سعودي امریکا پرېمانه مالي امکانات ومني او هېڅکله به په وړيا توګه د سعودي په ملاتړ د ایران پر ضد پوځي ګام وانخلي.

ایراني چارواکو د امریکا تورونه رد کړي او هغه يې بې بنسټه بللي دي.

د يمن حوثي ملېشې وايي، د سعودي په «خریص» او «بقيق» تېلو چڼځايونو يې لس توغنديز بریدونه کړي دي.

د دغو بریدونو له امله د سعودي د تېلو په صادراتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو صادراتو شپږ سلنه برابروي.

د دغو بریدونو له امله په نړيوال مارکيټ کې د تېلو په بيو کې ۱۹ سلنه زیاتوالی راغلی دي، خو سعودي وايي، د بيو لوړوالي ستونزه موقتي ده او په لنډ وخت کې به بېرته حل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

امریکایایی استعمار حیرانونکی څیړنی ، پلټنی ، ارزونی، قضاوت او په ړندو یا تړلو سترګو فیصلی او محاکمی کوی !!!!!!!!!!!!!! لمړی په ډاګه او متیقینه لهچه وایی چه دا کړنه د ایران له خوا شوی . مګر وروسته وایی چه لمړی باید دا معلوم شی چه د چا له خوا دا کړنه شوی؟؟ وایی د جنوبی ایران له خوا له نزدی خواوو دغه کړنه ترسره شوی بل حیرانوونکی دلیل !!! فرمایی چه، [ سعودی د یمن خوا ته دفاعی سیستم لری یعنی د یمن له خوا نه دی شوی د ایران له خوا ترسره شوی، په داسی حال کی چه… نور لوستل »