افغانستان د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید په «کلکه» غندلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): افغانستان حکومت د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي د تیلو پر تاسیساتو برید په کلکه غندلی دی او د سعودي د خلکو او پاچا سره يې همدردي ښودلې ده.

څو ورځې وړاندې د یمن حوثي یاغیانو د سعودي په بقیق او خریص کې دوه د تیلو د تصفیه کولو لوی زیرمو باندې برید وکړ چې له کبله یې درانه مالي زیانونه واوښتل. سعودي حکومت وايي چې دغه دوې زیرمې هره ورځ ۵ عشاریه ۷ میلیونه تیل تصفیه کول.

د ارګ اعلامیې دغه برید پرته له دې چې عاملین یې یاد کړي «تروریستي» بللی دی.

اعلامیې زیاته کړې چې افغانستان حکومت «ترورېزم د  سیمې او نړۍ د ټولو هیوادونو لپاره ګواښ او د ودې او پرمختګ پر وړاندې خنډ بولي او یو وار بیا د دې شومې پدیدې پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار کوي».

د یادونې وړ ده چې د حوثي یاغیانو له خوا د سعودي د تیلو پر زیرمو تر بریدونو وروسته د تېلو په صادراتو کې په ورځېنۍ کچه ۵۷ لکه بېرله کموالی راغلی، چې د ټولې نړۍ د تېلو شپږ سلنه برابروي.

سعودي وايي، دا برید يوازې د سعودي پر تېلو نه دی شوی، بلکې په نړيواله کچه د تېلو په لېږد او امنيت برید شوی دی، خو دا يې نه دي ويلي، چې دا برید چا کړی دی.

د رپوټونو له مخې د دغو بریدونو له امله د تېلو په نړيوال مارکيټ کې پنځه سلنه کموالی او په بيو کې ۱۹ سلنه زياتوالی راغلی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

د کابل غلامه اداره د اشغلګرو ویاندوی ده ، هماغه وایی او هماغه کوی چه ورته ویل کیږی. که زما په خوښه او وسه وی کعبه شریفه به می د سعودی عیاشی او غلامی کورنی د شتون له امله بل کوم هیواد حتی ایران ته نقل کړی وی. د مصر د اخوان المسلمین ګوند مسلمانان د امریکا، اسراییلو او سعودی په تفاهم او توافق نه یواځی له سیاسی قدرت بلکه له ژوند یی بیزاره کړل خبیث عبدالله اته بیلونه ډالر خرڅ کړل چه یهودی السیسی کودتا وکړی او مرسی په شهادت ورسوی . تر هغی هم لویه فتنه یی (… نور لوستل »