غزني؛ پر کابل ـ کندهار لار، طالب سرتېري

طالبان: د ښوونځيو مسؤولين دې د ټاکنو پروسه کې د ښوونځيو او ښوونکو له استخدامه ډډه وکړي

ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د تعليم او تربيې او عالي تحصيلاتو کميسيون د هېواد په ټولو برخو کې د ښوونځيو مديرانو، سرمعلمانو او ښوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د راتلونکې ميزان مياشتې په شپږمه نېټه کېدونکو ټاکنو لپاره د مرکزونو په توګه د ښوونځيو له استخدام څخه ډډه وکړي او خپل معلمان او ټول کارکوونکي له ټاکنيزې پروسې لرې وساتي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، هېواد د اشغال تر بمباريو او جګړو لاندې دی، هره ورځ په کې د خلکو کورونه، جوماتونه او ښوونځي په نښه کيږي او په دغسې حالت کې امریکا هڅه کوي، چې د نظامي هڅو سربېره د سياسي هلو ځلو په مرسته هېواد کې د خپلې خوښې جوړ شوي حکومت ته ټاکنيز مشروعيت هم ورکړي او له دې لارې د خلکو ذهنونه تېر باسي.

طالبانو د ښوونځيو پر مسؤولينو غږ کړی، چې هېڅ تعليمي اداره بايد خپلې تعليمي مرکز او استادان په ټاکنيزه پروسه کې استخدام ته پرې نږدي او په وينا يې دا ډول ټاکنې ترسره کېدل د اشغال او وحشت لړۍ د غځېدو لامل ګرځي.

طالبانو پخوا هم عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و، چې ټاکنيزو غونډو او فعاليتونو کې له ګډونه ډډه وکړي او ويلي يې و، چې د ټاکنو کميسيون غړي، کار کوونکي او د ټاکنيزو منډو ترړو فعالان د دوی د بریدونو هدف دي.

په عامه توګه هر ځل ټاکنو کې د انتخاباتو پر ورځ ټاکنيز مرکزونه په جوماتونو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې جوړيږي او د يادو ادارو استادان او مسؤولين کې دندې ترسره کوي، خو طالبان وايي، په ټاکنيزه پروسه کې ګډون او همکاري د اشغال د دوام په معنا دي او له ټولو خلکو يې هم غوښتي، چې له دې پروسه لرې وګرځي.

طالبانو دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې تېره ورځ د پروان ولايت مرکز چاريکا ښار ته څېرمه جنګل باغ سيمه کې د ګډ حکومت د مشر او راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو نوماند اشرف غني کمپايني غونډې ته څېرمه سرتېری برید شوی و.

طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی و او لسګونو ځانګړو ځواکونو او جمهوري رياست ګارډ ته يې د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و.

د پروان ولايتي روغتون مشر ډاکټر قاسم سنګين ويلي و، د پېښې په قربانيانو کې د پوځي چارواکو سربېره ملکي خلک هم روغتون ته لېږدول شوي دي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د