افغانستان

افغانستان کې د «یوناما» ماموریت یو کال نور هم وغځېد

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپل سیاسي استازیتوب «یوناما» ماموریت یو کال  نور هم وغځاوه.

دغه پرېکړه تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې وشوه او د رایو په اتفاق سره د یوناما ماموریت یو کال نو ر هم وغځېد، چې له مخې به یې یوناما د راتلونکي «۲۰۲۰» میلادي کال د سپتمر تر شلمې نېټې پورې خپل کار ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې «عادله راز» د ملګرو ملتونو له دې ګام هرکلی کړی او دا پرېکړه یې د افغانانو په خیر بللې.

عادلې د یوناما د ماموریت غځول د افغانستان سولې او ټاکنو ته د ملګرو ملتونو د ژمنتیا یو عملی ګام یاد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x