سکاټ مېلر: په طالبانو هوایي بریدونه زیاتوو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۸ وږی، ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د ګډ حکومت د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له سرپرستانو سره یو ځای فراه ولایت ته تللی او هلته یې ځايي امنیتي چارواکو ته د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی.

د فراه ولایت د والي ویاند «محب الله محب» وایي، سکاټ مېلراو ورسره پلاوي له اناردرې ولسوالۍ لیدنه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې هلته د مېشت امنیتي پرسونل تجهیز به کوي او تر خپله وسه به يې لاس نیسي.

د محب په خبره، مېلر په خپل دې سفر کې ولایت مقام ته هم ورغلی او هلته یې له امنیتي چارواکو سره په یوه ناسته کې ژمنه کړې، چې په طالبانو باندې به هوایي بریدونه زیاتوي او د افغان ځواکونو د روزنې او تجهیز پروسه به چټکوي.

د ناټو ځواکونو قوماندان داسې مهال د فراه چارواکو ته د مرستې ډاډ ورکوي، چې په یاد ولایت کې د طالبانو بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي او د فراه ښار ګڼې سیمې یې لاس ته لوېدلي.

په ورته وخت کې په طالبانو باندې د بریدونو زیاتولو ګواښونه داسې وخت مخې ته راځي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو غوښتي، څو په خپلو بریدونو کې کموالی راولي او له دې لارې د افغانستان سولې ته خپله ژمنتیا وښيي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا په حرامو او د خنزير په غوښو لوی شوی بيحيا حراميان مخ او شا نلری ټوله په درواغو کی اخښل شویدی .
چی هرڅه وکړی او هرڅه وواياست په پای کی به په ټيټ سر او په مړو سترګو وزی ، خو د افسوس خبره داده چی ډير افغانان به د ځان سره جهنم ته بوزی .

اجمل
میلمه
اجمل

لعنت ومو پر بریدونو شه خو تاسی هم پکی بیګناه کسان وژنی، کچیری په ریښتیا پر طالبانو برید کوی بیا نو یو وار د کویټی او د پیښور شورا ګانی بمبارد کړی ورسی ها خو د سرحد په کوټی او چمن بمبارد وکړی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

تاسی د دجال بندګان د الهی نظام قایمونکو او خپلواکی غوشتونکو په مقابل تکی د باروتو شیندلو وحشت په زیاتولو بریا نه شی ترلاسه کولای الله ج فرمایی که زما په قانون او اصولو سره مخالفت لری زما له زمکی ووځی او نه له هغه څه استفاده کوی چه ما خلق کړی چه هغه اوسپته او باروت دی . الله ج دا د دی د پاره خلق کړی چه بد او شه خلک سره جلا کړی څوک د دجال او څوک د الله ج بندګان دی

اجمل
میلمه
اجمل

د کافرو بمبارد به هغه وخت خوند وکړی چی د کویټی چوڼی، د پیښور او راولپنډی چوڼی بمبارد کړی، هغه ځایونه چی له هغه ځای نه زمونږ خاوری ته تریننګ شوی انتحاریان راځی او زمونږه خلک وژنی.