افغانستان

د طالبانو پيغام: لا هم د سولې تړون ته زموږ دروازې پرانيستې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، لا هم له امریکا سره د سولې خبرو ته ژمن دي او که د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سولې خبرو پيلول غواړي د دوی دروازې ورته پرانيستې دي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او له امریکا سره د خبرو لپاره سرمرکچي شېر محمد عباس ستانکزي ويلي، امریکا او ټوله نړۍ په دې پوهيږي، چې د افغانستان جګړه يوازې د خبرو له لارې حل کېدای شي او امریکا بايد د زور ازمويولو پر ځای دغه جګړه د سوله‌ ییزو خبرو له لارې حل و فصل کړي.

https://www.youtube.com/watch?v=29eRMgj4zFI&feature=youtu.be

ښاغلي ستانکزي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې تېره اونۍ د امریکا ولسمشر په خپلې ناببره پرېکړه کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې.

ستانکزي ټينګار کړی، چې دوی لا هم د سولې خبرو ته ژمن دي او که امریکا د سولې پر ځای د جګړې لاره غوره کوي، نو افغانان کولی شي، چې تر راتلونکو سلو کلونو هم تحميل شوې جګړه کې د امریکا پر ضد مقاومت وکړي.

د سولې خبرو له لغوه کېدو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ويلي و، چې امريکا لا هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته لېوالتيا لري، خو طالبان بايد په مسوده کې په ليکل شوو شرطونو عمل وکړي.

طالبانو تېره ورځ په پروان ولايت کې د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ټاکنيزه غونډه او ورپسې د کابل ښار نهمې حوزې کې د دفاع وزارت پر پيژنتون رياست دوه سرتيري بریدونه کړي وو.

د امریکا د بهرنيو چارو وزير دا بریدونه غندلي او له طالبانو يې غوښتي، چې د جګړې پر ځای د سولې لاره خپله کړي.

طالبان وايي، له امریکا سره د سولې خبرو ته ژمن دي، خو له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته به اوربند کوي او تر هغې مخکې يې اوربند کول ناشوني بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د سولی دروازی مو کافرانو ته وازی دی نه خپلو افغانانو ته. چی لس کاله نور هم جنګ وکړی ممکن کال کی یو کافر هغه هم تصادفی ووژل شی، نو له دواړو طرفه همدا افغانان دی چی وژل کیږی آیا دی ته مو فکر ده؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x