افغانستان

جلال اباد ښار کې د برېښنايي تذکرو پر مرکز له چاودنې وروسته ډله ييز برید روان دی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د برېښنايي تذکرو پر مرکز له چاودنې وروسته ډله ييز برید روان دی.

د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکو ويلي، دا پېښه ماسپښين يوه نيمه بجه رامنځته شوې ده.

يوې امنيتي سرچينې ويلي، څلورو بریدګرو د برېښنايي تذکرو پر مرکز برید پيل کړی او لا هم هلته د بریدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده.

د ننګرهار ولايت د عامه روغتيا رياست وايي، تر اوسه اووه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پېښې مسؤوليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا خو عامه د تذکردو و ورکړی دفتر وه، دا خو کومه نظامی فرقه نه وه، او هم کافرانو پکی کار کاوو، اوس خپله قضاوت وکړی دا جهاد دی؟ دلته خو څه د عسکری ترخیضونه نه توزیع کیدل ## مو پداسی جهاد شه.

گل محمد نوری

که د تاسی په یاد وی چی څه موده مخکی هند اعلان وکړ چی په افغانی پاسپورت پاکستانی کمانډویان هند ته داخل شوی کله چی دولت غواړی په جلال آباد او نورو ولایتونو کی د بریښنایی تذکرو ویش ته سرعت ورکړی نو پاکستان د خپلو سیاسی او نظامی ګوډاګیو په زور ددی پروسه مخه ډپ کوی مګر څوک چی عقل نلری او پاکستان اصلی څیره نه پیژنی او خپل ملی ګټی نه پیژنی نو بیا د پاکستان امر ته لبیک وایی مرګ د ملی ګټو په وران کارانو که سیاسی وی او که نظامی (که ګلمرجان، پدرام وی یا اویا… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

که په ارګ برید وشی، وایی ارګ کی څه وو چه برید یی پری وکړو . که په دفاع او داخله وزارت برید وشی وایی غیر ملکی خلکو باندی برید شوی که په نظامی پوستو او یا ولایتو بیسونو باندی برید کیږی وایی دا خو د وطن ساتونکی وو ( (وطن له وطنوالو ساتی ؟) که د تذکرو به دفتر برید وشی وایی دا خو د تذکرو دفتر وو. زما پوښتنه له دغو کمیشن کارانو داده چه د برید د پاره کوم مناسب ځای دی که ستاسی هدف دا دی چه اشغال سره د ډالرو بهیر جریان او دوام لری… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x