د اروپا اتلانو لیګ د لومړۍ ورځې سیالیو پایلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د اروپا اتلانو لیګ (UEFA) فوټبال سیالۍ تېره ورځ د ستمبر په ۱۷مه نېټه پېل شوې چې په لړ کې یې ۱۶ لوبډلو ۸ سیالۍ ترسره کړې.

په دې سیالیو کې د حیرانتیا وړ خبره دا وه چې تکړه لوبډلې ناکامې شوې، په دې کې لیورپول او چیلسي ماتې وخوړه خو د برسلونا او دورتمند لوبډلو سیالۍ مساوي پای ته ورسېده.

تمه وه چې لیونل میسي به په روان سیزن کې په لومړي وار د لوبې له پېله راښکاره شي، خو لکه څرنګه چې اوږده موده ټپي و میدان ته په ۵۹مه دقیقه کې ښکته شو خو په ګول وهلو کامیاب نشو.

لیورپول لوبډله چې د تېر کال اروپا اتلانو لیګ اتله لوبډله ده په خپله لومړۍ سیالۍ کې د ناپولي لوبډلې پر وړاندې په ۲-۰ ماتې وخوړه، دغه ډول چیلسي لوبډلې د والنسیا پر وړاندې په ۱-۰ ماتې وخوړه.

برسلونا لوبډلې چې تر ۵۹ دقیقو یې له میسي پرته لوبه وکړه د بروسیا دورتمند پر وړاندې سیالۍ مساوي کړه، که څه هم دورتمند ښه لوبه وکړه او د پینالتي شاټ یې هم له لاسه ورکړ.

هالندۍ لوبډلې اژاکس امستردام د فرانسوي کلب لیلي پر وړاندې سیالۍ ترسره کړه چې غوره لوبه یې نندارې ته وړاندې کړه او سیال لوبډلې ته یې په ۳-۰ ماتې ورکړه.

په نورو لوبو کې د فرانسوي کلب لیون او روسي کلب زینیت، د ایتالوي کلب انتر میلان او سلافیا براګ سیالۍ مساوي، د جرمني کلب لایبریګ پرتګالي کلب بنفیکا ته په ۲-۱ ماتې ورکړه، د رید بول سالزبورګ لوبډلې کي آر سي جینک ته په ۶-۲ ماتې ورکړه.

https://twitter.com/ChampionsLeague/status/1174066338136023041?s=20

د یادونې ده چې د اروپا اتلانو لیګ فوټبال سیالیو په لړ کې به نن د چهارشنبې په ورځ هم ۸ لوبې ترسره شي چې مهمې یې د پاریس سان جرمان د ریال مدرید پر وړاندې، اتلاتیکو مدرید د رونالډو لوبډلې یوونتوس پر وړاندې، د بایرن میونخ د کروینا زویندا پر وړاندې او د مانچسټر لوبډله به د شاکتر ډونستک لوبډلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د