ایران: له طالبانو سره مو د سولې پر موضوع ګټورې خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): ایراني چارواکو تهران ته د طالبانو د سياسي پلاوي سفر تاييد کړی دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند عباس موسوي ويلي، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی پر افغان سوله د خبرو لپاره تهران ته ورغلی او د بهرنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ورسره پر افغان سولې ګټورې خبرې کړي دي.

موسوي زياته کړې، چې ایران د افغانستان سولې لپاره په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی او د دې موخې لپاره د روانې جګړې له ښکېلو غاړو سره په اړيکه کې دی.

طالبانو هم ایران ته د سياسي پلاوي د سفر پخلی کړی دی.

ایران ته د تللي پلاوي يوه غړي نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوي پيغام کې ويلي، د سياسي دفتر د مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ څلور کسيز پلاوی د روان سپتمبر په ۱۶مه تهران ته تللی دی.

د پلاوي غړی وايي، دوی د ایران د بهرنيو چارو وزارت چارواکو سره سولې ته د رسېدو سربېره د ایران له لوري افغانستان کې د اقتصادي پروژو د پرمختګ او خونديتوب په اړه غږېدلي دي.

له ښاغلي حنفي سره په دې سفر کې د دفتر نور غړي مولوي ضياءالرحمن مدني، ملا عبدالاحد جهانګيروال او ډاکټر مزارګل صالح ملګري دي.

طالبانو ويلي، د سولې لپاره د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه د ګانډويو دولتونو د مثبت رول هرکلی کوي.

د امریکا له لوري د سولې خبرو له لغوه کېدو وروسته طالبانو د سيمې هېوادونو سفرونه پيل کړي دي او وايي، چې دوی لا هم د افغانستان کشالې سوله ييز حل ته ژمن دي.

تر دې وړاندې د سياسي دفتر د مرستيال او له امریکا سره د خبرو لپاره سرمرکچي شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ پلاوی مسکو ته تللی دی او روسي چارواکو سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د