یوه ناروغي چې ممکن په نړیواله کچه «۳۶» ساعتونو کې «۸۰» ملیونه کسان ووژني

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): پوهانو خبرداری ورکړی چې یوه ناروغي کومه چې د «انفلونزا یا زکام وایروس» سره مشابهت لري ممکن په ۳۶ ساعتونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپره شي چې له کبله به یې ۸۰ ملیونه انسانان ووژل شي.

دغه راپور چې د ګلوبل څارنې شورا لخوا خپور شوی (دا د روغتیا متخصصینو یوه ډله ده چې د روغتیا نړیوال سازمان پخوانی مشر یې رهبري کوي) وایي چې د نړۍ په کچه وبا خپریدل یو حقیقي ګواښ دی.

دوی زیاتوي چې د یوې داسې مزمنې ناروغۍ چې په چټک ډول خپریږي د لسګونو ملیونو د وژلو، د هېوادونو د اقتصاد خبرابولو او ملي امنیت بې ثباته کولو لامل کیږي.

دوی که څه هم یاده ناروغي نه ده مشخصه کړې خو له دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان راپور ویلي وو چې په اروپایي هېوادونو کې د «شري وبا» په حیرانونکي ډول مخ پر زیاتېدو روانه ده، او یوازې په تېرو ۲ میاشتو کې تر ۳۵زرو زیات کسان په یاده ناروغۍ اخته شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په تېر راپور کې چې د شري وبا په اړه راغلی و زیاتوي چې د اروپا په ۴۲ هېوادونو کې په شري ناروغۍ له «۳۴۳۰۰» ناروغانو څخه یې ۱۳ یا د نورو راپورونو له مخې ۳۰ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او دغه وایروس لا هم د خپریدو په حالت کې دی.

پوهان په دغه راپور کې چې نوم یې نړۍ په خطر کې ده (A World at Risk) دی، زیاتوي چې اوسنۍ هڅې د ناروغیو د خپریدو لکه ایبولا وایروس د مخنیوي لپاره په هیڅ ډول کافي نه دي، او تېر وړاندیزونو ته چې د روغتیا نړیوالې ادارې وړاندي کړي وو د نړۍ مشرانو لخوا هیڅ پاملرنه نه ده شوې.

دوی وایي دغه ناروغي د هغې ناروغۍ «انفلونزا» چې په اسپانیا کې یوه پیړۍ (۱۹۱۸م) وړاندې خپره شوې وه او د ۵۰ ملیونه کسانو د وژل کېدو لامل شوه – ورته ده او ممکن د نړۍ په شاوخوا کې په ۳۶ ساعتونو کې ۸۰ ملیونه کسان ووژني.

راپور لیکي چې دغه ډول ناروغۍ د نړۍ شاوخوا ته د سفرونو له کبله خپریږي، په ۱۹۱۸م کې هم په اسپانیا کې انفلونزا وبا د هېوادونو ترمنځ د سفرونو له کبله خپره شوې وه.

د خلکو په روزمره ډول نورو هېوادونو ته د هوایي ترانسپورت له لارې انتقالیدل او د هوا انتقال دغه ناروغي په نړیواله کچه په ۳۶ ساعتونو کې خپروي چې له ۵۰ ملیونو څخه تر ۸۰ ملیونو کسان وژلی شي، د هېوادونو اقتصادي وضعیت خراب کړي او نورې روغتیایي ستونزې رامنځته کړي، په ځانګړي توګه په غریبو هېوادونو کې.

د پوهانو یاده ډله وایي چې نړیوال د یادې ستونزې د مخنیوي لپاره چمتو نه دي، که چیرې دغه وایروس یا ناروغي په چټک ډول خپره شوه حیرانونکی مرګ به رامنځته کړي.

د یادونې ده چې یوه پیړۍ وړاندې له اروپایي هېواد اسپانیا څخه د انفلونزا/زکام وایروس یا ناروغي په نړیواله کچه خپره شوې وه چې تر ۵۰ ملیونو انسانان یې له کبله وژل شوي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د