افغانستاننړۍ

پېښور: استیناف محکمې د علي وزیر او محسن داوړ د خوشې کیدو امر کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): د پېښور استیناف محکمې د بنو څانګې نن د پاکستان د پارلمان د دوه غړو علي وزیر او محسن داوړ په ضمانت د خوشې کېدو امر کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د محسن داوړ او علي وزیر د خوشې کېدو پخلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی خلاف د درواغو قضیې جوړې شوي وي.

علي وزیر په پارلمان کې د جنوبي وزیرستان او محسن دواړ د شمالي وزیرستان استازي او د پښتنو ژغورنې غورځنګ مشران دي.

ډان ورځپاڼې د ریپورټ له مخې علي وزیر او محسن دواړه به د قانوني تشریفاتو وروسته خوشې شي او دوی باید د ضمانت په توګه یو یو ملیون کلدارې ورکړي.

یاد دوه مشران له تېرو څلورو میاشتو راهیسې د شمالي وزیرستان د خړ کمر سیمه کې د پوځیانو په یوه پوسته د برید او وروسته د پوځیانو په یو موټر د چاودنې په تور نیول شوي وو.

د خړ کمر په پېښه کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي وو او څو پاکستاني پوځيان ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

الله د دوی کامیابه لری. اوس د لر او بر د پښتنو امید همدوی ته دی. د######

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x