تورخم لاره ۲۴ ساعته ترانسپورت او سوداګرۍ پر مخ رسمي پرانیستل شوه – ویدیو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل):   د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د افغانستان د ترانسپورت وزیر یما یاري او د ننګرهار والي په شمول لوړ پوړو چارواکو نن چهارشنبه د ډیورنډ پر کرښه د تورخم بندر د ۲۴ ساعته خلاصېدو پرانیسته وکړه.

یما یاري د تورخم د ۲۴ ساعته پرانېستنې وروسته رسنیو ته وویل چې دوی هیله مند دي چې چمن او غلام خان هم همداسې ۲۴ ساعته خلاصه شي.

هغه همدا راز وویل چې د پاکستان څخه یې غوښتي چې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

نوموړي وويل، چې د دې اقداماتو په لړ کې د دواړو هېوادونو مشرانو دوه ځلې دوه اړخیزې لېدنې درلودې؛ چې د اسلام اباد په وروستۍ ناسته کې د پاکستان له لارې ختیځې اسیا ته د افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا د پاکستان د سوداګرۍ او ترانزيټي اسانتیاوو د پراختیا په هکله هم خبرې وشوې.

د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه وايي چې پر یاده لاره د څلرویشت ساعته ترانسپورتي او سوداګریزو خدمتونو له فعالیت سره به افغان سوداګرو ته د سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شي.

په عین حال کې د پاکسان لومړي وزیر عمران خان وویل چې دا یوه تاریخي ورځ ده او  د تورخم ۲۴ ساعته خلاصېدو سره به د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګري زیاته شي .

هغه ویل چې په ازمایښتي ډول د تورخم خلاصېدو وروسته د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګرۍ کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی و.

عمران خان همدا راز د پاک افغان دوستۍ روغتون پرانیسته هم وکړه چې په تورخم کې به د افغان مریضانو علاج کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د