امريکايي ورځپاڼه: د سولې خبرې له لغوه کېدو وروسته د طالبانو بریدونه زياتېدای شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۷ وږی، ۱۳۹۸ل): امريکايي ورځپاڼې «ده هېل» په خپل وروستي مطلب کې د طالبانو له لوري د کابل ښار او پروان د تېرو بریدونو یادونه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړي، چې له نهو مياشتو او نهه پړاوه مذاکراتو وروسته امریکايي او طالب استازي د مسودې په نهايي کولو هوکړې ته رسېدلي وو، خو د ټرمپ پرېکړې د سولې ټولې هڅې په اوبو لاهو کړې.

«ده هيل» وايي، امریکا دا خبرې په داسې حال کې لغوه کړي، چې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته له لس ورځو لږ وخت پاتې دی او طالبانو هم خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي او ګواښ يې کړی، چې د ټاکنيزې پروسې ټول کارکوونکي، ټاکنيزي فعاليتونه او نوماندان به تر برید لاندې ونيسي.

ورځپاڼه وايي، د سولې خبرو له ناکامېدو سره به د طالبانو بریدونه او جګړې نور هم زور واخلي او ښايي افغانستان نور هم د ناامنۍ او شخړو لور ته ټېل وهل شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

داغسی دا هم پر غوژ ورکی لابه زور ورکی.

جميل
میلمه
جميل

د اشغالګرو او د غلامانو وهل د دوی د امن او د عيش و نوش په ځايونو کی به پدوی کی نفاق راولی ، په ښاريانو کی به د جهاد او استقلال هوس راژوندی کړی ، د هغو کم وسو چی د اشغال او د غلام څخه کرکه لری زړونه په يخ کړی او زړه ور به يی کړی او د ځوانانو په زړونو کی به د جهاد او د آزادی مينه پيدا کړی ، ودی مظلوموته شپه او ورځ د منکری ميډيا تبليغ کيږی ، نامی هلته هغه دی چی ډير باډيګارډان ولری او تر نورو بد وی .… نور لوستل »