
منډہ مردہ باد «طنز»
حفيظ الدين پيرزاده
غني له مناظرې وتښتید خو بیا ھم د ارگ سیکولر ټامیان وایي: ھغه زندہ باد او منډہ مردہ باد!
که یې زہ مشاور وای نو ھیڅکله به مې تیښتې ته نه وای پرې ایښی ورته ویل مې: این کئ که پین کئ مناظرې کې به شرکت کئ!
که یې بیا ھم ځغستلي و، نو ویل مې منډہ زندہ باد او غني … ؟ یرہ نه یې وایم! ھغه پخپله پوھیږي، آخر دویم مفکر دی!!
جمبوریان یې وایي: عبدالله یې سیال نه دی، ته به وایې ھغه سیالۍ ته بلل شوی و!!
نو دا ځل مجبور ووایو: سیالي زندہ باد او غني…؟
یرہ بیا یې ھم نه وایم؛ تاسې ټول ښه پوھیږئ!!
وزیر گل وایي: مفکر صیب باید له مناظرې نه و تښیدلی!
ھغه ورته څو مشخص وړاندیزونه لرل؛
لومړی: غني باید کوم ناټو پاس ملا لکه سیاف، کشاف او یا ھغه بل چې کال وړاندې یې په جدہ کې په فصیحه عربۍ کې ژړل له ځان سرہ بیولی وای او چرته یې د پردې تر شا پټ کینولی وای، که د قنوت، ألم تر کیف او یا بلې دعا یا سورت فرمائش راغلی وای نو ھغه به د پردې له شا وایه او مفکر صیب به لکه د حج تکبیرونه ورپسې تکرارول او په دې ترتیب به مار مړ او لښته روغه پاته وہ!
دویم وړاندیز؛ دا دعاگانې او سورتونه به یې د کاغذ له مخې ویلي او ثبت کړي وای. کوم کس به یې د پردې تر شا له ټیپ ریکارډر سرہ کینولی و.
د غوښتنې په صورت کې به د پردې تر شا کس ھماغه مطلوب ریکارډ غږولای او مفکر صیب به د سټیج پر سر ورسرہ مازې خوله خوځولای.
د دې کار دوہ گټې وې؛ لومړی، غني به د ورپیښ سخت چیلنج ځواب په بریالیتوب ورکړی وای او دویم به یې د سلیمان لایق ھغه ادعا چې ویلي یې و غني ښه ایکټر دی ھم په ثبوت رسولې وہ!!
دریم وړاندیز؛ غني باید د تشھد کلیمه ښه په زور او زیر له تجوید سرہ زدہ کړې او د مناظرې اکاړې ته را دانگلي وای. که بیا ھلته چا ترې د قنوت دعا غوښتې وہ نو په لوړ آواز به یې د تشھد کلیمه تلاوت کړې وہ او ویلي به یې و: موږ په دې کلیمې مسلمانان یو نه په دعای قنوت!
د نر غوندې یې نه وایم!! مشکل تان در چیست؟!
ما د وزیر گل وړاندیزونه په پورہ دقّت و اوریدل او ورته مې وویل: زبردست! ډیر ښکلي وړاندیزونه دي. وایم وزیر گل زندہ باد!
ھغه فوراً راته وویل: او غني؟!
ما ورته وویل: ما په دې اړہ لا سوچ نه دی کړی، زہ به لږ فکر پرې وکړم او بیا به اطلاع در کړم.
وزیر گل کلونه وړاندې راته کړل: دا اللھم إنا ( د قنوت دعا ) خو یو ځل راته تیرہ کړہ، زہ یې په ځینو ځایونو کې ستونزہ لرم چې سمه یې کړم.
ما له شرمه ورته و نه شو ویلای چې زما ھم لکه د غني داسې ډیرہ پخه پرې ژبه نه گرځي، په زور او زیر کې خطا کیږم نو مې پر لغماني، لغماني چل وکړ!
ورته کړل مې: بھترہ به دا وي چې ته یې راته تیرہ کړې او زہ ورته غوږ ونیسم، که کوم ځای اشتباہ وہ، ھغه به رفع کړم.
ھغه را سرہ ومنله، بیا نو موږ دواړو په قرئت پیل وکړ، ھغه د قنوت دعا ویل او ما د قرآن نور ایتونه په ځان چوف کول چې سړی را باندې پوہ نه شي. یواځینی توپیر مو دا و چې ھغه په لوړ آواز وایه او ما په زړہ کې!
خو آخر ھم دواړہ له دې سترې ازموینې بریالي را ووتلو نو ځکه خو وایم لغماني چل زندہ باد!
او لغمانی؟!!
دې کې زہ څه نه وایم، دا فیصله د طنز لوستونکیو ته پریږدم!!!
حفیظ الدین پیرزادہ
د سپتمبر ۱۷/ ۲۰۱۹ م
ستاکھولم سویدن
لغمانی زنده باد ، بيشرفه غنی مرده باد